له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: د الله جل جلاله په نېز کومه ګناه لویه ده؟ هغ...
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د سترو ګناهونو په اړه پوښتنه وشوه، نو ويې فرمايل: په دواړو کې تر ټولو لویه ګناه شرک دی، چې له الله جل جلاله سره په...
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «قال الله تبارك وتعالى: أنا أغنى الشركاء عن الشرك، من عمل...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله فرمایلي دي: هغه له شریکانو څخه تر ټولو غني شریک دی، ځکه هغه له هر څه څخه بې پروا دی، او دا چ...
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كُلُّ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَنْ أَبَى»، قَالُوا:...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې ټول امت به یې جنت ته ننوځي پرته له هغه چا چې ډډه (ترې) وکړي!
نو صحابه و - رضي الله عنهم - وفرمایل: او څوک...
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: «لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په مدحه او توصیف بیانولو کې له مبالغې او شرعي حدودو له اوړېدلو څخه منع کړېده، چې څوک یې د الله تعالی په صفتونو او ی...
له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خبر راکوي چې یو مسلمان تر هغه وخته پورې د بشپړ ایمان خاوند کېدلای نشي تر څو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مین...
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: د الله جل جلاله په نېز کومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمایل: «أَنْ تَجْعَلَ لِلهِ نِدًّا وَهُوَ خَلَقَكَ» قُلْتُ: إِنَّ ذَلِكَ لَعَظِيمٌ، قُلْتُ: ثُمَّ أَيُّ؟ قَالَ: «وَأَنْ تَقْتُلَ وَلَدَكَ؛ تَخَافُ أَنْ يَطْعَمَ مَعَكَ» قُلْتُ: ثُمَّ أَيُّ؟ قَالَ: «أَنْ تُزَانِيَ حَلِيلَةَ جَارِكَ». «دا چې ته د الله سره شریک ونیسي حال دا چې ته یې پيدا کړی یې» ما وویل: دا خو لویه ګناه ده، ما وفرمایل: بیا کومه؟ هغه وفرمایل: " او دا چې خپل اولاد لدې وېرې ووژنې چې تاسره به روزي وخوري». ما وويل: بيا کومه؟ هغه وفرمايل: «دا چې د خپل ګاونډي له ښځې سره زنا وکړې».
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «قال الله تبارك وتعالى: أنا أغنى الشركاء عن الشرك، من عمل عملًا أشرك فيه معي غيري، تركتُهُ وشركَهُ».
«الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم ».
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: «لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ؛ فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ، فَقُولُوا: عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ».
«زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول».
له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ».
"په تاسو کې هېڅوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نشي تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ډېر محبوب نشم".
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً، وَحَدِّثُوا عَنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَا حَرَجَ، وَمَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ».
«زما څخه يو آيت هم - خلکو - ته ورسوئ او د بني اسرائيلو په اړه خبرې وکړئ - هغه پېښې چې هغوی ورسره مخ شوي دي - پدې کې کومه ملامتیا نشته، او چا چې پر ما په قصدي توګه دروغ وویل، نو د ځان لپاره دې په اور کې ځای ناستی وټاکي».
له مقدام بن معدیکرب رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَلَا هَلْ عَسَى رَجُلٌ يَبْلُغُهُ الْحَدِيثُ عَنِّي وَهُوَ مُتَّكِئٌ عَلَى أَرِيكَتِهِ فَيَقُولُ: بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ كِتَابُ اللهِ، فَمَا وَجَدْنَا فِيهِ حَلَالًا اسْتَحْلَلْنَاهُ، وَمَا وَجَدْنَا فِيهِ حَرَامًا حَرَّمْنَاهُ، وَإِنَّ مَا حَرَّمَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَمَا حَرَّمَ اللهُ».
«خبردار اوسئ! نږدې ده چې یو سړي ته به زما لخوا نه حدیث ورسیږي او هغه به بالښت ته تکیه وهلي وي او وایې به : زمونږ او ستاسو تر منځه د الله کتاب دی ، نو څه مو چې پکې حلال وموندل حلال یې ګڼو، او څه مو چې پکې حرام وموندل حرام یې ګڼو، او حال دا چې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حرام کړي دي - حرمت یې داسې دی - لکه الله تعالی چې حرام کړي وي».