له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا تَقُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ وَشَاءَ فُلَانٌ، وَلَكِنْ قُولُوا: مَا شَا...
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلي دي چې یو مسلمان په خپلو خبرو کې ووايي چې: «هغه څه چې الله وغواړي او فلانی یې وغواړي هغه کیږي». یا دا چې:...
له محمود بن لبید رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ» ق...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې تر ټولو زیات شی چې هغه ترې په خپل امت وېره لري: کوچنی شرک دی: او هغه د یو چا په خاطر له عمل کولو څخه عبارت د...
له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویېل یې: «لاَ يَرْمِي رَجُلٌ رَجُلًا بِالفُسُوقِ، وَلاَ يَرْمِي...
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته خبرداری ورکوي چې بل ته فاسق او یا کافر وایي، ځکه که چېرته پکې هغه څه نه و چې ده ویلي، نو دی په خپله د همدې صفت م...
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اثْنَتَانِ فِي النَّاسِ هُمَا بِهِمْ كُفْرٌ: الطَّعْنُ فِي النَّ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلکو کې له دوو کفري او د جاهلیت له خویونو څخه خبر ورکوي چې هغه دواړه:
لومړی: د خلکو په نسبونو کې خبرې کول، نېمګړتیا...
له ابو مرثد الغنوي - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا تَجْلِسُوا عَلَى الْقُبُورِ، وَلَا تُصَلُّوا إِلَ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبرونو له کېناستلو څخه منع فرمایلي ده.
همدا رنګه یې قبرونو ته له لمونځ کولو څخه منع فرمایلې ده، داسې چې قبر د لمونځ...
له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا تَقُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ وَشَاءَ فُلَانٌ، وَلَكِنْ قُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ ثُمَّ شَاءَ فُلَانٌ».
«داسې مه وايئ چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي، بلکې ووايئ: څه چې الله وغواړي او بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي».
له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویېل یې: «لاَ يَرْمِي رَجُلٌ رَجُلًا بِالفُسُوقِ، وَلاَ يَرْمِيهِ بِالكُفْرِ، إِلَّا ارْتَدَّتْ عَلَيْهِ، إِنْ لَمْ يَكُنْ صَاحِبُهُ كَذَلِكَ».
"هیڅ څوک پر بل د بدکارۍ او کفر تور نه لګوي، په داسې حال کې چې هسې نه وي مګر دا چې وینا یې بېرته پرې ورګرځي".
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اثْنَتَانِ فِي النَّاسِ هُمَا بِهِمْ كُفْرٌ: الطَّعْنُ فِي النَّسَبِ، وَالنِّيَاحَةُ عَلَى الْمَيِّتِ».
«په خلکو کې د کفر دوه خویونه دي چې یو یې د خلکو د نسب پسې سپکې سپورې ویل او بل یې په مړو فریاد کول دي».
له ابو مرثد الغنوي - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا تَجْلِسُوا عَلَى الْقُبُورِ، وَلَا تُصَلُّوا إِلَيْهَا».
"په قبرونو د پاسه مه کېنئ او لمونځ ورته مه کوئ".
له ابو طلحة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لاَ تَدْخُلُ المَلاَئِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلاَ صُورَةٌ».
"ملايکې هغه کور ته نه ننوځي چې سپی یا انځور پکې وي."
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا تَصْحَبُ الْمَلَائِكَةُ رُفْقَةً فِيهَا كَلْبٌ وَلَا جَرَسٌ».
"پرښتې له هغه ټولي سره ملګرتیا نه کوي چې سپی یا ګونګرو (زنګ) وي پکې".
له معقل بن یسار المزني رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «مَا مِنْ عَبْدٍ يَسْتَرْعِيهِ اللهُ رَعِيَّةً، يَمُوتُ يَوْمَ يَمُوتُ وَهُوَ غَاشٌّ لِرَعِيَّتِهِ، إِلَّا حَرَّمَ اللهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ».
"هېڅ داسې یو بنده نشته چې الله تعالی د یو رعیت (چارې) ورترغاړې کړي، بیا مړ شي او په کومه ورځ چې مړ کیږي نو خپل رعیت لره غولوونکی وي، مګر دا چې الله تعالی به پرې جنت حرام کړي".