- د ښکار، رمې او کروندې ساتلو پرته د سپي ساتل حرام دي.
- عکسونه اخیستل یو له ناوړه کارونو څخه دی چې ملائکې ترې کرکه کوي، او په یو ځای کې یې شتون له رحمت څخه د محرومېدو لامل ګرځي او دا ډول (حکم) د سپي هم دی.
- کوم کور کې چې سپی او انځور وي او ملايکې نه ورځي هغه د رحمت ملايکې دي، او کومې چې ساتونکي (حفظه) ملايکې او داسې نورې دي چې دندې لري لکه ملک الموت نو هغوی هر کور ته ننوځي.
- په دیوالونو او نورو ځایونو د ساه لرونکو عکسونو ځړول حرام دي.
- خطابي رحمه الله فرمايلي: او یقینا چې ملايکې هغه کور ته نه داخليږي چي سپي يا انځور پکې وي؛ البته هغه سپی چې ساتل یې حرام دي او حرام انځورونه، او کوم چې حرام نه دي لکه: د ښکار، کروندې او رمې سپی، او هغه انځورونه چې په غالۍ، بالښتونو او نورو شیانو کې کارول کیږي، نو هغو کورونو ته ملایکې له ننوتلو منع نه دي.