له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّةِ، وَإِنَّمَا لِامْرِئٍ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې هر عمل ته اعتبار په نیت سره ورکول کیږي، او دا حکم په ټولو عملونو کې عام دی، خواه که عبادات وي او یا معاملات، نو...
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «چا چې زموږ په دین کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، ه...
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې چا په دین کې کوم شی له ځانه جوړ کړ او یا یې داسې یو عمل وکړ چې له قرآن او سنت نه پرې دلیل نه وي، نو هغه یې په خ...
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وايي: بَيْنَمَا نَحْنُ عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ذَاتَ يَوْمٍ إِذْ طَلَعَ عَلَيْ...
عمر بن الخطاب رضي الله عنه فرمايي چې جبرائیل علیه السلام صحابه کرامو ته د یو نا پېژندل شوي سړي په شکل ورغی، هغه پداسې بڼه و چې جامې يې تکې سپينې وې او...
له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا...
رسول الله صلى الله عليه وسلم اسلام له يوې پیاوړې او غښتلې ودانۍ سره تشبيه وركړه، د هغو پنځو رکنونو له امله چې دا ودانۍ یې پورته کړې ده، او د اسلام نور...
له معاذ بن جبل - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي: كُنْتُ رِدْفَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى حِمَارٍ يُقَالُ لَهُ عُفَيْرٌ، فَ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی حق پر بنده ګانو او د بندګانو حق پر الله تعالی باندې بیانوي، او دا چې د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې ی...
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّةِ، وَإِنَّمَا لِامْرِئٍ مَا نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللهِ وَرَسُولِهِ، فَهِجْرَتُهُ إِلَى اللهِ وَرَسُولِهِ، وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ لِدُنْيَا يُصِيبُهَا أَوِ امْرَأَةٍ يَتَزَوَّجُهَا، فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ». وفي لفظ للبخاري: «إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ، وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى».
«دار و مدار د عملونو په نيت سره دى او هر انسان ته يوازې هغه څه حاصل دي چې د هغه نيت يې کړى وي، نو د چا هجرت چې د الله او د هغه د رسول لپاره وي، نو هجرت یې د الله او د هغه د رسول لپاره دی، او د چا هجرت چې د دنیا لپاره وي تر څو یې تر لاسه کړي، او یا د ښځې لپاره چې نکاح یې کړي، نو هجرت یې د هغه څه لپاره دی چې نیت یې کړی وي» او د بخاري الفاظ داسې دي: "«بېشکه دار و مدار د عملونو په نیتونو سره دی، او د هر انسان لپاره هغه څه دي چې هغه يې اراده کړي وي».
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «چا چې زموږ په دین کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي».
له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ».
«اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: :ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول».
له طارق بن أشیم الأشجعي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: «مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَكَفَرَ بِمَا يُعْبَدُ مِنْ دُونِ اللهِ حَرُمَ مَالُهُ وَدَمُهُ، وَحِسَابُهُ عَلَى اللهِ».
«چا چې :( لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وویل: او په هر هغه څه یې کفر وکړ چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي، نو د هغه مال او وینه حرام دي، او حساب یې د الله جل جلاله سره دی».
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله ؟ هغه کوم دوه خویونه دي چې په درلودلو سره یې انسان ته جنت یا دوزخ واجبیږي؟هغه وفرمایل: مَنْ مَاتَ لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ مَاتَ يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ النَّارَ»
«څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي»
د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره وكړه او ما بله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ مَاتَ وَهُوَ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللهِ نِدًّا دَخَلَ النَّارَ» وَقُلْتُ أَنَا: مَنْ مَاتَ وَهُوَ لَا يَدْعُو لِلهِ نِدًّا دَخَلَ الْجَنَّةَ. « څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي» او ما وویل: څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله جل جلاله سره بل شریک نه رابلي، جنت ته به داخل شي.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: قيل يا رسول الله من أسعد الناس بشفاعتك يوم القيامة؟ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لقد ظننت يا أبا هريرة ألا يسألني عن هذا الحديث أحد أول منك لما رأيت من حرصك على الحديث، أسعد الناس بشفاعتي يوم القيامة، من قال لا إله إلا الله، خالصًا من قلبه أو نفسه».
وویل شول چې: اې د الله رسوله! د قیامت په ورځ ستا په شفاعت نېکمرغه انسان څوک دی؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «اې ابو هریره! یقینا ما فکر کړی و چې ستا څخه پرته به هېڅوک راڅخه د دې حدیث په اړه لومړی پوښتنه نه کوي، په احادیثو د زیات حرص له امله چې په تا کې مې لیدلی دی، نو زما په شفاعت نېمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) ویلي وي».