- عبادتونه د هغه څه پر بنسټ دي چې په قرآن او سنتو کې بیان شوي دي، نو موږ د الله تعالی عبادت نه کوو پرته لدې چې هغه مشروع وي، نه په بدعتونو او نویو کارونو سره.
- دین په رایه ندی او نه په خپل سر د یو کار په ښه ګڼلو، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پيروۍ دی.
- دا حدیث د دین په بشپړتیا دلیل دی.
- هر کار چې په دین کې نوی رامنځته شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه وو په وخت کې نه وي بدعت بلل کیږي، هغه که عقیده، وینا او یا عمل وي.
- دا حدیث د اسلام له بنسټونو څخه یو بنسټ دی، او د اعمالو لپاره د تلې په څېر دی، لکه څنګه چې هر هغه عمل چې د الله تعالی د خوښۍ لپاره نه وي د هغه د ترسره کوونکي لپاره هېڅ ثواب نلري، همداسې هر هغه عمل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت مطابق نه وي، نو هغه یې په ترسره کوونکې مردود دی.
- له هغه نوښتونو (بدعتونو) نه منع راغلی دی چې په دیني چارو کې وي نه په دنیوي چارو کې.