- د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره اخلاق، چې هغه د خپلو اصحابو سره ناست و او هغوی هم ورته کېناستل.
- له پوښتونکي سره د مهربانۍ چلند او ځانته د رانږدې کولو مشروعیت، تر څو له اندیښنې او ویرې پرته پوښتنه وکړي.
- له ښوونکي سره ادب لکه څرنګه چې جبرئیل علیه السلام وکړل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته په بشپړ ادب سره کېناست تر څو ترې زده کړه وکړي.
- د اسلام رکنونه پنځه او د ایمان اصول (بنسټونه) شپږ دي.
- کله چې اسلام او ایمان یو ځای ذکر شي نو له اسلام څخه مراد ظاهرې (ښکاره) او له ایمان څخه باطني او یا غیبي چاري مراد دي.
- پدې اړه وضاحت چې دین بیلابېلې مرتبې لري چې لومړۍ مرتبه یې: اسلام، دویمه: ایمان او دریمه احسان ده او دا یې تر ټولو لوړه ده.
- اصل دا دی چې پوښتونکی نه پوهیږي، او ناپوهي د پوښتنې کولو لامل وي، لدې امله صحابه کرام حیران شول چې هم پوښتنه کوي او هم یې ځواب تصدیقوي.
- له مهم څخه په مهمتر پیل کول؛ لدې امله د اسلام د تفسير پر مهال له دوو شهادتینو سره پیل وشو او د ايمان په تفسير کې په الله تعالی باندې له ايمان سره پيل وشو.
- له عالمانو څخه د هغه څه په اړه پوښتنه کول چې پوښتونکی پرې پوهیږي، تر څو پرې نور پوه شي.
- د قیامت په اړه پوهه هغه څه دي چې الله تعالی پرې ځان ځانګړی کړی دی.