- په آخرت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفاعت اثبات او دا چې هغه به یوازې د موحدینو لپاره وي.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم شفاعت، د الله تعالی په وړاندې د هغه موحدینو لپاره سفارش دی چې د اور مستحق ګرځېدلي وي تر څو یې اور ته داخل نه کړي، او یا دا چې اور ته داخل شوي وي تر څو یې ورڅخه راوباسي.
- د توحید د کلمې فضیلت او د هغې لوی تاثیر، کله چې د الله لپاره په اخلاص سره وویل شي.
- د توحید د کلمې حق د هغې په معنا پوهېدلو او په غوښتنې یې عمل کولو سره ادا کیږي.
- د ابو هریره رضي الله عنه فضیلت، او د علم په زده کړه یې ټینګار.