له سفیان بن عبد الله الثقفی رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، قُلْ لِي فِي الْإِسْلَامِ قَوْلًا لَا أَسْأَلُ عَنْهُ أ...
صحابي سفیان بن عبدالله رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې هغه ته یوه داسې وینا وښیي چې د اسلام په جامع مفهوم مشتمله وي تر...
له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې د مسلمانانو حالت باید د یو بل سره د مینې، رحمت، مرستې او ملاتړ پر بنا وي او پر هغه څه ځوریدل چې کله له دوی...
له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِن...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک د اصولو او آدابو په نظر کې نیولو سره اودس وکړي نو دا د ګناهونو او خطاګانو د بخښلو لامل ګرځي «تر دې چې ګ...
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې ویل: ای د الله رسوله! مونږ په بحر کې سفر کو...
یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، ویې ویل: اې د الله رسوله! مونږ په بحري کښتیو کې د ښکار، سوداګرۍ او نورو موخو لپاره سپرېږو او...
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو اوبو په اړه پوښتنه وشوه چې کورني او ځنګلي حیوانات ور...
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو اوبو د پاکوالي په اړه پوښتنه وشوه چې کورني او وحشي حیوانات ترې څښاک کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفر...
له سفیان بن عبد الله الثقفی رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، قُلْ لِي فِي الْإِسْلَامِ قَوْلًا لَا أَسْأَلُ عَنْهُ أَحَدًا غَيْرَكَ، قَالَ: «قُلْ: آمَنْتُ بِاللهِ، ثُمَّ اسْتَقِمْ». ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى».
«په شفقت، مینې او خواخوږۍ کې د مؤمنانو مثال داسې دی لکه د بدن غړي، که یو غړی شکایت وکړي، د بدن پاتې برخه یې په بې خوبۍ او تبې سره نور غړي دګډون لپاره رابلي».
له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِنْ جَسَدِهِ حَتَّى تَخْرُجَ مِنْ تَحْتِ أَظْفَارِهِ».
"څوک چې ښه اودس وکړي، نو ګناهونه يې له بدن څخه وځي، تر دې چې د نوکانو له لاندې برخې څخه یې هم وځي".
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې ویل: ای د الله رسوله! مونږ په بحر کې سفر کوو، پداسې حال کې چې لږې اوبه راسره وي، نو که چېرته پرې اودس وکړو تنده مو وهي، نو آیا د بحر په اوبو اودس وکړو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هُوَ الطَّهُورُ مَاؤُهُ، الحِلُّ مَيْتَتُهُ».
« اوبه یې پاکې او مرداره یې حلاله ده».
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو اوبو په اړه پوښتنه وشوه چې کورني او ځنګلي حیوانات ورته په پرلپسې توګه راځي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِذَا كَانَ الْمَاءُ قُلَّتَيْنِ لَمْ يَحْمِلِ الْخَبَثَ».
«کله چې اوبه د دوه چاټیو (قلتینو) په اندازه وي نه ناپاکه کېږي».
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم به په يوې پیمانې (صاع) غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې غسل کاوه او په يوه لپه به یې اودس کاوه.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا يَقْبَلُ اللهُ صَلَاةَ أَحَدِكُمْ إِذَا أَحْدَثَ حَتَّى يَتَوَضَّأَ».
"له تاسو څخه الله جل جلاله د هېچا لمونځ نه قبلوي کله چې اودس مات کړي تر دې چې اودس وکړي".
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي چې: عمر بن الخطاب رضی الله عنه راته وویل چې: یو سړي اودس وکړ او په پښه کې یې د یو نوک په اندازه ځای (وچ) پرېښود، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او ویې فرمایل: «ارْجِعْ فَأَحْسِنْ وُضُوءَكَ» «بېرته لاړ شه او سم اودس وکړه». نو وګرځېده او بېا یې لمونځ وکړ.
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي: موږ د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره له مکې مکرمې بیرته مدینې ته د راستنېدو په حال کې وو، تر دې چې یو ځای کې اوبو ته راورسیدو، نو زموږ ملګرو د مازدیګر پر مهال بیړه وکړه، اودسونه یې وکړل، نو کله چې ورورسېدو پوندې یې معلومیدې چې وچې دي او لمدې شوي ندي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «وَيْلٌ لِلْأَعْقَابِ مِنَ النَّارِ أَسْبِغُوا الْوُضُوءَ» پوندې په اور سره هلاکې دي، اودس بشپړ کړئ».