- د بې اودسه لمونځ نه قبلیږي تر دې چې د لویې بې اودسۍ څخه په غسل او له وړې بې اودسۍ څخه په اودس کولو ځان پاک نه کړي.
- اودس په خوله کې له اوبو اچولو او بېرته راوېستلو، بیا پوزې ته دننه د اوبو کش کولو، بیا یې بېرته راوېستلو، بیا درې ځلې د مخ وینځلو، بیا له څنګلو سره د دواړو مټو درې ځلې وینځلو، بیا یې د ټول سر یو ځلې مسح کولو او ورپسې له ښنګرو سره د دواړو پښو له وینځلو څخه عبارت دی.