له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ، فَأَكْ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې بنده خپل رب ته تر ټولو نږدې هغه مهال وي کله چې دی سجده کوي، ځکه چې بنده د سجدې کولو پر مهال کې د خپل بدن تر...
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو زياته دعا به دا وه: «اللَّهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً،...
رسول الله صلی الله علیه وسلم به ډیری وخت جامعه دعاګانې کولې چې له هغو څخه یوه دا ده: "اللهم ربنا آتنا في الدنيا حسنة، وفي الآخرة حسنة، وقنا عذاب النار...
له ابو الدرداء رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَلاَ أُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرِ أَعْمَالِكُمْ، وَأَزْكَاهَا عِنْدَ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو څخه وپوښتل: -
آیا غواړئ چې ستاسو د واکمن ذات پر وړاندې ستاسو د تر ټولو غوره، باعزته، تر ټولو ښه وده کوو...
له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د مزل پر مهال ورنږدې شوم، ورته مې ووی...
معاذ رضي الله عنه وویل: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د تګ پر مهال ورنږدې شوم ما وویل: اې د الله رسوله! داسې یو عم...
له عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ إِذَا أَوَى إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ لَيْلَةٍ جَمَعَ كَفَّ...
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه یوه دا وه چې کله به هغه خپل خوب ځای ته د خوب لپاره ولاړ نو خپل دواړه ورغوي به یې سره یو ځای کړل او لاسو...
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ، فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ». "بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ".
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو زياته دعا به دا وه: «اللَّهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً، وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً، وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ». "اې الله زموږ ربه، موږ ته په دنيا او اخرت کې خېر راکړه، او د اور له عذابه مو وساته".
له شداد بن اوس رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د استغفار وییلو سرداره دعا اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لاَ إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ»
(یا الله! ته زما رب یې، نشته د عبادت وړ په حق سره پرته له تا څخه، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم، او زه ستا پر لوظ او ژمنه له خپل توان سره سم ولاړ یم، پناه غواړم پر تا له هغه شر نه چې ما تر سره کړی، اقرار کوم تا ته ستا په هغو نعمتونو چې تا ما ته راکړي او پر خپلو ګناهونو هم اقرار کوم، نو ماته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه شي بخښلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «وَمَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ». «او چا چې دا دعا له یقین سره د سهار له خوا وویله، او له شپې وړاندې په همدې ورځ مړ شو، نو هغه جنتي دی، او چا چې دا دعا په یقین سره د شپې له خوا وویله، او له سهار نه مخکې مړ شو، نو هغه جنتي دی».
له ابان بن عثمان څخه روایت دی وایي چې ما له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه اورېدلي چې ویل یې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «مَنْ قَالَ بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ، حَتَّى يُصْبِحَ، وَمَنْ قَالَهَا حِينَ يُصْبِحُ ثَلَاثُ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ حَتَّى يُمْسِيَ»،
«چا چې درې ځلې: بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، وویل، پر هغه به تر سهاره پورې هېڅ ناڅاپي آفت نه راځي، او چاچې سهار مهال درې ځلې وویل: نو پر هغه به بیګا پورې هېڅ ناڅاپي آفت نه راځي، وایې: نو أبان بن عثمان فالج وواهه، بیا به هغه سړي ورته کتل چې دا حدیث یې ترې اورېدلی و، نو هغه ورته وویل: څه دي چې ماته راګورې؟ قسم په الله که ما پر عثمان دروغ ویلي وي، او نه عثمان په پېغمبر صلی الله علیه وسلم دروغ ویلي دي، خو په کومه ورځ چې دا څه راورسېدل چې رارسېدلي دي په هغه ورځ غصه شوی وم او د دې دعا ویل راڅخه هېر شوي و.
د عبد الله بن خبیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي چې: په تیاره باراني شپه کې ووتلو، تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ راکړي، وایي: پیدا مې کړ، نو ویې فرمایل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وییل، بیا یې وویل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وېیل، بیا یې وفرمایل: «ووایه»، نو ما وویل: څه ووایم؟ ویې فرمایل ووایه: «{قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} وَالْمُعَوِّذَتَيْنِ حِينَ تُمْسِي وَتُصْبِحُ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، تَكْفِيكَ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ».
« صبا او بېګاه {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، او معوذتین درې درې ځلې وایه، نو د هر څه نه به درته بسنه کوي (د هر شر او افت نه به په امان کې وې)».
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: یوه شپه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم په بستر کې ونه موند نو زه یې په لټه کې شوم، تر دې چې زما لاس د هغه د پښو په تلو ولږېده، په داسې حال کې چې هغه په جومات کې و، او پښې یې ودرولې وې (د سجدې په حالت کې و) او داسې یې ویل:«اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ». «اې الله! زه ستا له غضب څخه ستا په رضایت او ستا له عذاب څخه ستا په بخښنې پناه غواړم، او له تا نه پر تا پناه نیسم، او زه پر تا ستاینې نه شمېرم (دومره ستاینه دې نه شم کولی) لکه څومره چې تا پر خپل ځان ستاینه کړې ده (لکه څومره چې ته د ستاینې وړ یې)