له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ خ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو مسلمان په خپل مسلمان ورور باندې ځینې حقونه بیان کړي دي. له دغو حقونو څخه یې لومړی دا دی چې سلام ور وګرځوې چا ته چې س...
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «لَا تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا، وَلَا تُؤْم...
رسول الله صلى الله عليه وسلم څرګنده کړه چې جنت ته به يوازې مؤمنان داخليږي، او ايمان نه بشپړيږي او د اسلامي ټولنې حالت تر هغې نه سمېږي تر څو په خپلو کې...
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «...
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه: په اسلام کې کوم صفت ډیر غوره دی؟ هغه دوه ځانګړنې یادې کړې:
لومړی: مسکينانو ته ډیره ډوډۍ ورکول لکه:...
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى مَا يَمْحُو اللهُ بِهِ الْخَطَايَا، وَيَرْفَع...
رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو څخه وپوښتل چې آیا دوی غواړي د داسې اعمالو لارښوونه ورته وکړي چې د ګناهونو د بخښنې لامل ګرځي، او د پرېښتو...
له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ، خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤ...
رسول الله صلى الله عليه وسلم بیانوي چې: مؤمن ټول خېر دی، خو هغه مؤمن چې په خپل ايمان، اراده، مال او د خېر په نورو برخو کې پياوړى وي، د الله تعالى په ن...
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ خَمْسٌ: رَدُّ السَّلَامِ، وَعِيَادَةُ الْمَرِيضِ، وَاتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ، وَإِجَابَةُ الدَّعْوَةِ، وَتَشْمِيتُ الْعَاطِسِ».
"د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل".
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «لَا تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا، وَلَا تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا، أَوَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى شَيْءٍ إِذَا فَعَلْتُمُوهُ تَحَابَبْتُمْ؟ أَفْشُوا السَّلَامَ بَيْنَكُمْ».
«تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمنان نه شئ تر څو چې له یو بل سره مینه ونه لرئ، آیا زه تاسې ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې که چېرته مو وکړ نو مینه به مو سره پيدا شي؟ په خپلو منځونو کې سلام خپور کړئ».
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «تُطْعِمُ الطَّعَامَ، وَتَقْرَأُ السَّلاَمَ عَلَى مَنْ عَرَفْتَ وَمَنْ لَمْ تَعْرِفْ». «دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې».
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «قَارِبُوا وَسَدِّدُوا، وَاعْلَمُوا أَنَّهُ لَنْ يَنْجُوَ أَحَدٌ مِنْكُمْ بِعَمَلِهِ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ وَلَا أَنْتَ؟ قَالَ: «وَلَا أَنَا، إِلَّا أَنْ يَتَغَمَّدَنِيَ اللهُ بِرَحْمَةٍ مِنْهُ وَفَضْلٍ».
«عمل له افراط او تفریط پرته بشپړوالي ته ورنږدې کړئ او یا یې بشپړ ادا کړئ، او پوه شئ چې هېڅوک به ستاسو څخه په عمل ونه ژغورل شي». هغوی وویل: ته هم اې د الله رسوله؟ هغه وفرمایل: «زه هم نه، مګر دا چې الله مې په خپل رحمت او مهربانۍ کې پټ کړي».
له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَا زَالَ يُوصِينِي جِبْرِيلُ بِالْجَارِ، حَتَّى ظَنَنْتُ أَنَّهُ سَيُوَرِّثُهُ».
«جبریل -علیه السلام- راته همېشه په ګاونډي سره وصیت کاوه تر دې چې ما ګمان وکړ د میراث مستحق به یې وګرځوي».
له ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ رَدَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيهِ رَدَّ اللهُ عَنْ وَجْهِهِ النَّارَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».
"څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي".
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ».
"په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي".
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن عائشې رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِنَّ الرِّفْقَ لَا يَكُونُ فِي شَيْءٍ إِلَّا زَانَهُ، وَلَا يُنْزَعُ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا شَانَهُ».
"مهرباني او نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کیږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي».
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِنَّ الدِّينَ يُسْرٌ، وَلَنْ يُشَادَّ الدِّينَ أَحَدٌ إِلَّا غَلَبَهُ، فَسَدِّدُوا وَقَارِبُوا، وَأَبْشِرُوا، وَاسْتَعِينُوا بِالْغَدْوَةِ وَالرَّوْحَةِ وَشَيْءٍ مِنَ الدُّلْجَةِ».
"بېشکه دین اسان دی او هېڅوک دا دین نه سختوي مګر دا چې دین به پرې برلاسی شي، نو منځلاري اوسئ (له افراط او تفریط نه ځان وساتئ) او که عمل مو پوره نه شو ادا کولی نو پوره والي ته یې ورنږدې کړئ، او (خلکو ته) زیری ورکړئ، او په سهار او ماسپښین او د شپې په یوې برخې سره مرسته وغواړئ (پدې دریو وختونو کې عبادت وکړئ)".
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «يَسِّرُوا وَلَا تُعَسِّرُوا، وَبَشِّرُوا وَلَا تُنَفِّرُوا».
"(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ".