إِنَّ الرِّفْقَ لَا يَكُونُ فِي شَيْءٍ إِلَّا زَانَهُ، وَلَا يُنْزَعُ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا شَانَهُ».
"مهرباني او نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کیږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي...
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن عائشې رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِنَّ الرِّفْقَ لَا يَكُونُ فِي شَيْءٍ إِلَّا زَانَهُ، وَلَا يُنْزَعُ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا شَانَهُ».
"مهرباني او نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کیږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي».
مسلم روايت کړی دی
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په وینا او عمل کې مهرباني، نرمي، او مهلت ورکول، چارې ښایسته کوي، بشپړتیا او ښکلا وربخښي، او نږدې ده چې خاوند یې خپله اړتیا پوره کړي.
د مهربانۍ نشتوالی شیان عیبجنوي او بدرنګوي یې، او خاوند یې لدې منع کوي چې خپل حاجت پوره کړي، او که چېرته یې پوره هم کړي نو په ډېرې سختۍ سره به وي.
Hadeeth benefits
په ځان کې د نرمۍ صفت پيدا کولو ته هڅول.
نرمي انسان ښایسته کوي، او په دیني او دنیوي چارو کې د خیر سبب دی.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others