- په جومات کې د جماعت د لمانځه د اداء کولو اهميت، او لمانځه ته پاملرنه کول او پر وړاندې یې بې پروایي نه کول.
- په ښې طریقې سره رسول الله صلى الله عليه وسلم
- خپلو ملګرو ته معلومات وړاندې کړل چې د پوښتنې کولو په توګه یې ورته د لوی ثواب په ښودنه پېل وکړ، او دا د زده کړې یو مېتود دی.
- د سوال او ځواب په توګه د مسئلې د پېش کولو ګټه دا ده چې: وینا د ابهام او وضاحت له اړخه له نفس سره سمون لري.
- نووي رحمه الله فرمايي: نو همدا د الله په لار کې رباط دی، یعني: هغه رباط چې یو (مسلمان) ورته هڅول کیږي. او رباط په اصل کې د یو څه بندول دي، لکه دې انسان چې ځان د عبادت په خاطر (په یو ځای کې) بندي کړی وي، او ویل کیږي چې: دا تر ټولو غوره رباط دی، لکه څنګه چې ویل شوي: جهاد د نفس جهاد دی، او کېدی شي دا هغه رباط وي چې شونی او آسان دی، یعنې دا یو ډول رباط دی.
- د "رباط" کلمه تکرار شوې او په (ال) معرفه ګرځولی شوې چې دا د دې اعمالو په عظمت دلیل دی.