- نووي رحمه الله وایي: (سددوا وقاربوا): د عمل سمونتیا وغواړئ او عمل پرې وکړئ، او که ترې عاجزه شوئ، نو ورنږدې یې کړئ؛ او د سداد معنا: سمونتیا او د عمل صحت دی، دا د زیاتوالي او نېمګړتیا تر منځ حالت دی، نو مه افراط کوئ او مه نیمګړی عمل کوئ.
- ابن باز ویلي: نېک عملونه جنت ته د داخلېدو اسباب دي، لکه څه رنګه چې پلیت عملونه اور ته د داخلېدو اسباب دي، او حدیث دا بیانوي چې جنت ته ننوتل یوازې په عمل سره نه کېږي، بلکې د الله تعالی له بښنې او رحمت پرته چاره نشته، نو دوی د خپلو عملونو په سبب ورننوتي دي، خو دا کار د الله په رحمت، عفوه او بښنې سره شوی دی.
- بنده که هر څومره زیات عمل وکړي باید خپل عمل ته مغروره نه شي؛ ځکه چې د الله حق د ده له عمل څخه لوی دی، نو بنده باید له ځان سره د الله تعالی وېره او هغه ته هیله مندي دواړه وساتي.
- پر بندګانو د الله تعالی فضل او رحمت د هغوی له عملونو څخه ډېر لوی دی.
- نیک عملونه جنت ته د داخلېدو لامل دي، او ګټل یې یوازې د الله په فضل او رحمت سره کېږي.
- کرماني ویلي: کله چې ټول خلک د الله له رحمت پرته جنت ته نه داخلېږي او بیا په ځانګړې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یادونه له دې امله شوې ده چې د هغه تګ جنت ته حتمي دی، نو کله چې هغه هم د الله په رحمت ننوځي نو له هغه پرته نور خلک خو په طریقه اولی سره د الله رحمت ته اړتیا لري.
- نووي د الله تعالی د دې وینا د معنا په اړه فرمایلي دي: ﴿ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ﴾ النحل سورت ۳۲ آیت، (تاسو، جنت ته داخل شئ، په سبب د هغو (نېكو) عملونو چې تاسو به كول). ﴿وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ﴾ [الزخرف: 72] ، او دا هغه جنت دى چې تاسې ته په ميراث دركړی شو، په هغو عملونو سره چې تاسې به كول. او داسې نور آیتونه پدې دلیل دی چې جنت ته ننوتل په عمل سره کیږي، نو لدې احادیثو سره په تعارض کې نه دي، بلکې د آیتونو معنا دا ده چې جنت ته ننوتل په عملونو سره کېږي، بیا د عمل توفیق، هدایت او په عمل کې اخلاص او قبلېدل د الله تعالی په فضل او رحمت کېږي، نو معنا دا شوه چې یوازې په عمل سره نه داخلېږي، او له حدیث څخه مقصد هم همدا دی، او دا هم صحیح ده چې په عمل سره جنت ته ننوځي، یعنې په سبب د عملونو چې هغه رحمت دی.
- ابن الجوزي ویلي: لدې څخه څلور ځوابونه تر لاسه کېږي؛ لومړی: د عمل لپاره توفیق ورکول د الله رحمت دی، او که چېرته د الله مخکنی رحمت نه وی نو نه به ایمان و او نه هغه طاعت چې نجات پرې مومي، دویم: د مرایي ګټې یې د بادار دي، نو عمل یې د بادار لپاره دی، نو هر څومره لورینه چې پرې کوي هغه یې مهرباني ده، دریم: په ځینو حدیثونو کې راغلي چې خپله جنت ته د اخلېدل د الله په رحمت کېږي او د مرتبو وېش په عملونو کېږي، څلورم: د طاعتونو عملونه لږ وخت نیسي، او ثواب نه ختمېږي، نو هغه انعام چې د هغه څه په بدلې کې نه ختمېږي چې په فضل سره ختمېږي نه د عمل په مقابل کې.
- رافعي ویلي: عمل کوونکي ته نه ښایي چې د خلاصون او مرتبو د لاسته راوړلو په موخه پر عمل تکیه وکړي؛ ځکه چې هغه د الله په توفیق عمل وکړ، او د الله په ساتنې یې ګناه پرېښوده، نو دا ټول د هغه په فضل او رحمت کېږي.