- په ایمان کې د خلکو توپیرونه.
- مستحب دي چې د عمل لپاره انسان ځواکمن وي؛ ځکه په ځواک سره چې کومې ګټې ترلاسه کیږي په کمزورۍ کې نه تر لاسه کیږي.
- انسان باید د هغه څه په لټه کې شي چې ګټه ورته رسوي او هغه څه پریږدي چې ګټه نه لري.
- مومن باید په خپلو ټولو چارو کې د الله مرسته وغواړي، او په ځان تکیه ونه کړي.
- د قضا او قدر ( د الله جل جلاله د پریکړې او تقدیر ) ثبوت، او دا چې تقدیر د اسبابو له کارولو او د ښېګڼو پسې له پلټنې کولو سره په ټکر کې عمل ندی.
- د مصیبت پر مهال د ناخوښۍ له امله د (که) له وېیلو څخه ممانعت او د الله جل جلاله په قضا او قدر د نیوکې حراموالی.