له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلًا يَعِظُ أَخَاهُ فِي الْحَيَاءِ، فَقَا...
رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېدل چې خپل ورور ته یې نصیحت کاوه تر څو له (زیاتې حیا) یعنې شرم کولو څخه ډډه وکړي! نو - رسول الله صلی ال...
مقدام بن معدیکرب - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي فرمایي: «مَنْ حَجَّ لِلهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَو...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمنانو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د هغوی تر منځ د مینې د پراخولو یو لامل بیان کړی، هغه دا چې که څوک له خپل ورور سره مین...
له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كُلُّ مَعْرُوفٍ صَدَقَةٌ».
"هره نیکي صدقه ده".
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هره نیکي او نورو ته په وینا او عمل سره ګټه رسول صدقه ده، او پدې کې اجر او ثواب دی.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كُلُّ سُلاَمَى مِنَ النَّاسِ عَلَيْهِ صَدَقَةٌ، كُلَّ يَوْمٍ تَط...
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هر مسلمان هره ورځ مکلف دی چې د خپلو هډوکو د بندونو د شمېر په اندازه صدقه ورکړي چې شکر یې ادا کړي او دا چې ر...
له ابو برزة الأسلمي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا تَزُولُ قَدَمَا عَبْدٍ يَوْمَ القِيَامَةِ حَتَّى يُسْ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅوک به د قیامت په ورځ د حساب له ځای څخه جنت یا دوزخ ته تېر نه شي تر دې چې د څلورو کارونو په اړه ترې پوښتنه...
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلًا يَعِظُ أَخَاهُ فِي الْحَيَاءِ، فَقَالَ: «الْحَيَاءُ مِنَ الْإِيمَانِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېدل چې خپل یو ورور ته د حیا په اړه نصیحت کاوه، نو ورته یې وفرمایل: « حیا له ایمان څخه ده».
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ، وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيُكْرِمْ جَارَهُ، وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيُكْرِمْ ضَيْفَهُ».
«څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې د خپل ګاونډي درناوی وکړي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نو هغه دې د خپل میلمه پالنه وکړي».
له جریر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ لَا يَرْحَمِ النَّاسَ لَا يَرْحَمْهُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ».
"څوک چې پر خلکو رحم نه کوي، الله تعالی به پر هغه رحم ونه کړي".
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهمُ الرَّحمنُ، ارحَمُوا أهلَ الأرضِ يَرْحْمْكُم مَن في السّماء».
«په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي».
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «المُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ المُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ».
«مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي».