- صدقه یوازې هغه څه پورې محدوده نه ده چې یو څوک یې له خپل مال څخه وباسي، بلکې هره هغه نیکي پکې شامله ده چې یو څوک یې کوي یا یې وايي او نورو ته یې رسوي.
- پدې کې ښېګڼې کولو او هر هغه څه ته هڅول دي چې د نورو په ګټه وي.
- له نیکۍ څخه څه شی سپک نه ګڼل، اګر که لږ هم وي.