- د انسان د هډوکو جوړښت او سالمیت د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه دی، نو هر هډوکی ځانګړې صدقې ته اړتیا لري تر څو د دغه نعمت شکر ادا شي.
- د دې نعمتونو د دوام لپاره هره ورځ د شکر نوي کولو ته هڅونه.
- نفلونو او خیراتونو ته هڅوونه چې په دوامداره توګه دا کارونه وکړي.
- د خلکو تر منځه د جوړ جاړي فضیلت.
- دې ته هڅول چې یو سړی د خپل (مسلمان) ورور سره مرسته وکړي، ځکه د هغه سره مرسته کول صدقه ده.
- په جماعت سره لمانځه کې حاضرېدل او جوماتونو ته د پلي تګ فضیلت او پدې سره د جوماتونو ابادول.
- د مسلمانانو لارو ته درناوی ساتل چې هغه څه ترې باید لرې شي چې هغوی ته ضرر رسوي.