- همکارۍ، پیوستون، یو د بل کفالت کول او د کمزورو اړتیاوو پوره کولو ته هڅول.
- عبادت هر نیک عمل ته شاملیږي، او د کونډو او مسکینانو پالنه هم له عبادت څخه دی.
- ابن هبيره رضي الله عنه فرمايي: مطلب دا دی چې الله جل جلاله ورته د روژه دار، لمونځ کوونکي او مجاهد اجر يو ځای کوي. ځکه چې هغه د کونډې لپاره د هغې د مېړه پر ځای ودرېد او د هغه مسکین د چارو پالنه یې وکړه چې د خپل ځان لپاره یې څه نشو کولی، نو خپله اضافي غله یې (د الله جل جلاله په لار کې) مصرف کړه او له هغه څه نه یې لګښت وکړ چې په خوارۍ یې ګټلي وو، نو ګټه یې د روژه دار، تهجد کوونکي او مجاهد د اجر سره برابره شوه.