له ابو ایوب انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَا يَحِلُّ لِرَجُلٍ أَنْ يَهْجُرَ أَخَاهُ فَوْقَ ثَلَا...
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې څخه منع فرمایلې ده چې یو مسلمان خپل مسلمان ورور له درېو شپو څخه زیات پرېږدي ( اړیکه ورسره پرې کړي ) پداسې حال کې چې ک...
له سهل بن سعد رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ يَضْمَنْ لِي مَا بَيْنَ لَحْيَيْهِ وَمَا بَيْنَ رِجْلَيْهِ أَضْم...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو شیانو په اړه خبر ورکوي، که چېرته پرې مسلمان ټینګ پاتې شي نو جنت ته به داخل شي.
لومړی: له هغو خبرو څخه د ژبې ساتل...
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې په دولس غزاګانو کې ګډون کړی دی، فرمایي چې: ما له رسول الله صلی...
رسول الله صلی الله علیه وسلم له څلورو کارونو منعه کړې ده:
لومړی: د ښځې له خاوند او محرم پرته د دوو ورځو له سفر څخه ممانعت. او محرم یې هغه خپلوان دي...
له اسامه بن زید رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النّ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې له هغه وروسته یې داسې فتنه او امتحان ندی پریښی چې د سړیو لپاره زیان رسوونکې وي لکه څومره چې ښځې دي، که چېرته...
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، نو ویې فرمایل: «مَنِ اسْتَطَاعَ البَاءَةَ فَلْيَتَز...
رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه کسان واده کولو ته هڅولي چې د جماع کولو توان ولري او د واده لګښتونه پرې کړای شي؛ ځکه پدې سره یې سترګې له حرامو ساتل کی...
له ابو ایوب انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَا يَحِلُّ لِرَجُلٍ أَنْ يَهْجُرَ أَخَاهُ فَوْقَ ثَلَاثِ لَيَالٍ، يَلْتَقِيَانِ، فَيُعْرِضُ هَذَا وَيُعْرِضُ هَذَا، وَخَيْرُهُمَا الَّذِي يَبْدَأُ بِالسَّلَامِ».
"د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي ."
له سهل بن سعد رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ يَضْمَنْ لِي مَا بَيْنَ لَحْيَيْهِ وَمَا بَيْنَ رِجْلَيْهِ أَضْمَنْ لَهُ الْجَنَّةَ».
"څوک چې ماته د هغه څه ضمانت راکړي چې د دواړو ژامو په منځ کې ده ( ژبه ) او د هغه څه چې د دواړو پښو تر منځه دي (عورت) نو زه به ورته د جنت ضمانت ورکړم".
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې په دولس غزاګانو کې ګډون کړی دی، فرمایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څلور (خبرې) اورېدلي دي چې زما خوښې شوي دي هغه فرمایلي دي: «لاَ تُسَافِرِ المَرْأَةُ مَسِيرَةَ يَوْمَيْنِ إِلَّا وَمَعَهَا زَوْجُهَا أَوْ ذُو مَحْرَمٍ، وَلاَ صَوْمَ فِي يَوْمَيْنِ: الفِطْرِ وَالأَضْحَى، وَلاَ صَلاَةَ بَعْدَ الصُّبْحِ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ، وَلاَ بَعْدَ العَصْرِ حَتَّى تَغْرُبَ، وَلاَ تُشَدُّ الرِّحَالُ إِلَّا إِلَى ثَلاَثَةِ مَسَاجِدَ: مَسْجِدِ الحَرَامِ، وَمَسْجِدِ الأَقْصَى، وَمَسْجِدِي هَذَا».
«ښځه دې د دوو ورځو په اندازه سفر نه کوي، پرته له دې چې خاوند يا محرم ورسره وي، بل یې دوه روژې منع کړي دي چې یوه یې د کوچني او بله د لوی اختر په ورځو کې روژه نیول دي او دا چې د سهار د لمانځه څخه وروسته لمونځ نشته تر دې چې لمر راوخیژي او د مازدیګر له لمانځه څخه وروسته تر دې چې لمر ولویږي، او دا چې له درېیو جوماتونو پرته په سفر مه ځئ چې هغه: مسجد الحرام، بیت المقدس او زما دغه جومات دی».
له اسامه بن زید رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ».
"ما له ما څخه وروسته د ښځو په څېر بله داسې فتنه نه ده پریښی چې هغه دې نارینه و ته ډېره زیانمنه وي. (یعنې د نارینه و لپاره د ښځو له فتنې څخه بله زیانمنه فتنه نشته)".
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَلْعُون مَنْ أتَى امرأتَه في دُبُرِها».
"پر هغه چا لعنت ویل شوی چې خپلې مېرمنې ته د شا له خوا (په دبر) کې ورځي".