/ مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ». "ما له ما څخه وروسته د ښځو په څېر بله داسې فتنه نه ده پریښی چې هغه دې نارینه و ته ډېره زیانمنه وي. (یعنې د نارینه و لپاره د ښځو له فتنې څخه بله زیانمنه فتنه نشته)...

مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ». "ما له ما څخه وروسته د ښځو په څېر بله داسې فتنه نه ده پریښی چې هغه دې نارینه و ته ډېره زیانمنه وي. (یعنې د نارینه و لپاره د ښځو له فتنې څخه بله زیانمنه فتنه نشته)...

له اسامه بن زید رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ». "ما له ما څخه وروسته د ښځو په څېر بله داسې فتنه نه ده پریښی چې هغه دې نارینه و ته ډېره زیانمنه وي. (یعنې د نارینه و لپاره د ښځو له فتنې څخه بله زیانمنه فتنه نشته)".
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې له هغه وروسته یې داسې فتنه او امتحان ندی پریښی چې د سړیو لپاره زیان رسوونکې وي لکه څومره چې ښځې دي، که چېرته یې له کورنۍ څخه وي، نو له شریعت څخه د سرغړونو له امله به د ده لپاره امتحان وي، او که ترې پردۍ وي نو د اختلاط او خلوت او هغه فسادونو له امله چې لدې دواړو څخه رامنځته کیږي د ده لپاره فتنه او امتحان وي.

Hadeeth benefits

  1. یو مسلمان باید د ښځو له فتنې څخه ځان وساتي او هره هغه لار باید بنده کړي چې د فتنې لامل ګرځي.
  2. مؤمن باید په الله جل جلاله ملا وتړي، او له فتنو څخه د خوندي کېدو په هیله هغه ته پناه یوسي.