- د نکاح د صحت لپاره د سرپرست شتون شرط دی، او پدې اړه له ابن المنذر څخه روایت دی چې هېڅ یو صحابي پدې کې مخالفت نه دی کړی.
- په باطله نکاح کې ښځه د پوره مهر مستحق ده، د هغه کوروالي له امله چې سړي ورسره کړی دی.
- پادشاه د هغې ښځې سرپرست دی چې سرپرست نه لري، برابره خبره ده چې که اصلا سرپرست نه لري او یا یې لري خو واده ته یې نه پرېږدي.
- پادشاه د هغې ښځې سرپرست ګڼل کېږي چې سرپرست نه لري، دا چې سرپرست یې ورک وي او یا ورته لاسرسی نه کېږي، نو قاضي یې پر ځای سرپرست دی؛ ځکه چې هغه یې په داسې مسائلو کې ځای ناستی دی.
- د ښځې په ودولو کې د سرپرست شتون دا معنا نه لري چې هغه حق نه لري، بلکې حق لري او سرپرست ته یې روا نده چې د هغې له خوښې پرته یې چاته واده کړي.
- د معتبرې نکاح شرطونه: لومړی: د ښځې او خاوند دواړو ټاکل؛ هغه که په اشاره وي، یا په نوم اخیستلو او یا ځانګړو بیانولو او داسې نورو سره. دویم: د ښځې او خاوند یو پر بل رضایت. دریم: د ښځې تړون باید د هغې سرپرست وکړي، څلورم: د نکاح پر تړون شاهدي.
- د هغه سرپرست شرطونه چې نکاح تړي: لومړی: عاقل وي، دویم: نر وي، دریم: بالغ وي؛ چې پنځلس کلنۍ ته رسېدلی وي او یا بالغ شوی وي، څلورم: دین یې سره یو وي، ځکه چې کافر نه شي کولی د مسلمان یا مسلمانې سرپرستي وکړي، همدا رنګه مسلمان د کافر سړي او کافرې ښځې سر پرستي نه شي کولی، پنځم: عادل وي او فاسق نه وي، د دې لپاره بسنه کوي وپوښتل شي چې د ښځې د سرپرستۍ لپاره چاته صلاحیت ورکوي، شپږم: هوښیار وي او کم عقله نه وي؛ پدې پوه شي چې څوک د نکاح وړ دی او د دې نکاح په ښېګڼو پوه شي.
- په نکاح کې د ښځې سرپرستي د فقهاوو له نظره ترتیب لري، له نږدې سرپرست پرته بل ته اوختل روا نه دي مګر دا چې نږدې سرپرست نه وي او یا په شرطونو برابر نه وي، د ښځې سرپرست د هغې پلار دی، بيا هغه څوک چې په اړه یې ورته وصیت شوی وي، بیا یې د پلار له خوا نیکه او همداسې پورته، بیا یې زوی، بیا یې لمسي او همداسې لاندې، بیا یې سکنی ورور، بیا یې ناسکه ورور، بیا د دوی دواړو زامن، بیا یې سکه تره، بیا یې ناسکه تره، بیا د دوی دواړو ځامن، بیا ورته په نسب کې یو د بل پسې نږدې عصبه خپلوان چې میراث وړي، او مسلمان حاکم او د هغه ځای ناستی لکه قاضي د هغه چا سرپرست دی چې سرپرست نه لري.