له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّ اللهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله پاک، ستایل شوی او له هر ډول نېمګړتیاوو او عیبونو څخه پاک او په کمالاتو سره یاد شوی دی، او الله...
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَنْ أَنْظَرَ مُعْسِرًا، أَوْ وَضَعَ لَهُ، أَظَلَّهُ الله...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک قرضدار ته مهلت ورکړي او یا ورته له یو څه قرض څخه تېر شي، نو بدله یې دا ده چې الله تعالی به یې د قیامت په...
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «رَحِمَ اللهُ رَجُلًا سَمْحًا إِذَا بَاعَ، وَإِذَا اشْتَرَى، وَإِذَا اقْتَض...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره د رحمت غوښتنه کړې ده څوک چې په پلور کې اساني او سخاوت کوي. هغه په پېرودونکي باندې په قیمت کې سختي نه کوي ا...
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كان رجلٌ يُدَايِنُ الناسَ، فكان يقول لفتاه: إذا أتيتَ مُعسِرًا فتجاوز...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه سړي په اړه خبر ورکوي چې له خلکو سره به یې په قرض معامله کوله او یا به یې په نېټه خرڅول کول، او خپل هغه غلام ته به ی...
له خَولة الأنصاریة رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «إِنَّ رِجَالًا يَتَخَوَّضُونَ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو خلکو په اړه خبر ورکوي چې د مسلمانانو په مالونو کې ناوړه تصرف کوي او په ناحقه یې اخلي، دا (تصرف)هر ډول مال ته شامل د...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّ اللهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّبًا، وَإِنَّ اللهَ أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ، فَقَالَ: {يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا، إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ} [المؤمنون: 51] وَقَالَ: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ} [البقرة: 172] ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ أَشْعَثَ أَغْبَرَ، يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ: يَا رَبِّ، يَا رَبِّ، وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ، وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ، وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ، وَغُذِيَ بِالْحَرَامِ، فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ؟». «اې خلکو! الله پاک دی او له پاکۍ پرته بل څه نه قبلوي، او الله تعالی مومنانو ته د هغه څه امر کړی چې رسولانو ته یې امر کړی و، نو فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا، إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ} یعنې: (اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو خورئ او نېک عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم.[المؤمنون: 51] او فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ} [البقرة: 172] یعنې: اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي. بیا یې د داسې یو سړي یادونه وکړه چې اوږد سفر یې کړی وي، سر یې ببر وي او په ګردونو ککړ وي، د اسمان لور ته لاسونه پورته کړي او ووایي چې اې ربه! اې ربه! په داسې حال کې چې خوراک یې حرام وي، څښاک یې حرام وي، لباس یې حرام وي او په حرامو تغذیه شوی وي، نو څنګه به یې دعا قبوله شي!

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَنْ أَنْظَرَ مُعْسِرًا، أَوْ وَضَعَ لَهُ، أَظَلَّهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تَحْتَ ظِلِّ عَرْشِهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ». "څوک چې ناداره کس (قرضدار) ته مهلت ورکړي او یا ورته له یو څه قرض څخه تېر شي نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د خپل عرش تر سیوري لاندې راولي چې په هغه ورځ د هغه له سیوري پرته بل سیوری نه شته".

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «رَحِمَ اللهُ رَجُلًا سَمْحًا إِذَا بَاعَ، وَإِذَا اشْتَرَى، وَإِذَا اقْتَضَى». "الله تعالی دې په هغه انسان رحم وکړي چې د پلورلو، اخېستلو او قرض غوښتلو په وخت کې اساني کوي".

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كان رجلٌ يُدَايِنُ الناسَ، فكان يقول لفتاه: إذا أتيتَ مُعسِرًا فتجاوز عنه، لعل اللهَ يَتجاوزُ عنا، فلقي اللهَ فتجاوز عنه». «يو سړی و چې خلکو ته به یې پور ورکاوه، نو خپل غلام ته به يې ويیل: کله چې داسې سړي ته ورغلې چې په تنګستیا کې و نو ورته ترې تېر شه، ښايي الله مونږ ته زمونږ - له ګناهونو - څخه تېر شي، نو د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې له ګناهونو یې ورته تېر شو».

له خَولة الأنصاریة رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «إِنَّ رِجَالًا يَتَخَوَّضُونَ فِي مَالِ اللهِ بِغَيْرِ حَقٍّ، فَلَهُمُ النَّارُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». «ځینې خلک د الله په مال کې په ناحقه؛ ناوړه لګښت کوي، نو د قیامت په ورځ د دوی لپاره اور (دوزخ) دی»

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «قَالَ اللَّهُ: كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ، إِلَّا الصِّيَامَ، فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ، وَالصِّيَامُ جُنَّةٌ، وَإِذَا كَانَ يَوْمُ صَوْمِ أَحَدِكُمْ فَلاَ يَرْفُثْ وَلاَ يَصْخَبْ، فَإِنْ سَابَّهُ أَحَدٌ أَوْ قَاتَلَهُ، فَلْيَقُلْ إِنِّي امْرُؤٌ صَائِمٌ، وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ رِيحِ المِسْكِ، لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ يَفْرَحُهُمَا: إِذَا أَفْطَرَ فَرِحَ، وَإِذَا لَقِيَ رَبَّهُ فَرِحَ بِصَوْمِهِ». «الله تعالی فرمايي: د بني آدم هر عمل د هغه لپاره دى پرته له روژې څخه چې هغه زما لپاره ده او زه پرې اجر ورکوم او روژه ډال دی او کله چې په تاسو کې د یو چا د روژې ورځ وي نو پوچې خبرې او په لوړ اواز دې بد رد نه وایي، که چېرته ورته چا کنځلې وکړې او یا یې ورسره شخړه کوله، نو ودې وایي چې زه روژه دار سړی یم، او قسم په هغه ذات چې د محمد صلی الله علیه وسلم نفس د هغه په لاس کې دی چې د روژه دار انسان د خولې بوی د الله تعالی په نزد د مشکو له بوی څخه پاکیزه دی، د روژه دار لپاره دوه خوښۍ دي چې خوشحاله کوي یې: کله چې روژه ماته کړي نو خوشحاله شي او کله چې د خپل رب سره مخ شي نو په خپله روژه خوشحاله شي».

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ» «چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان په وجه د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه یې وبخښل شي».

له عائشې أم المؤمنین رضي الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د (روژې د میاشتې) په وروستیو لسو شپو کې د نورو شپو په پرتله زیات زیار ویسته.

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: زما دوست او ملګري صلی الله علیه وسلم وسلم راته په درېو کارونو وصیت کړی دی: له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له وېده کېدو وړاندې وتر وکړم.

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ» "څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي".

له ابوهریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «مَنْ حَجَّ لِلهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ». «څوک چې د الله لپاره حج وکړي، فحشا او بد اخلاقي و نه کړي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زیږولی و».

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ما مِنْ أيَّامٍ العمَلُ الصَّالِحُ فيها أحبُّ إلى اللهِ مِن هذه الأيام» يعني أيامَ العشر، قالوا: يا رسُولَ الله، ولا الجهادُ في سبيلِ الله؟ قال: «ولا الجهادُ في سبيلِ الله، إلا رجلٌ خَرَجَ بنفسِه ومالِه فلم يَرْجِعْ من ذلك بشيءٍ». «هېڅ داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله جل جلاله ته لدې ورځو څخه زیات محبوب وي، یعنې (د ذی الحجې) لس ورځې،، هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله! او د الله جل جلاله په لاره کې جهاد هم نه؟ هغه وفرمايل: او د الله جل جلاله په لاره کې جهاد هم نه، مګر هغه سړى چې له خپل ځان او مال سره وتلى وي او له هغې څخه هېڅ شی بیرته رانه وړي».