له ابن ابي اوفی رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَم...
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله په لمانځه کې خپله ملا له رکوع څخه راپورته کړه نو "سمع الله لِمَن حمده"، به یې وییل، یعنې چا چې د الله تعالی ست...
له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي» وېل.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه د ناستي پر مهال دا دعا کوله: «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي». یعنې ربه ما ته بښنه وکړه، ربه...
له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه «اللَّهمَّ اغْفِرْ لي، وارْحَمْنِي، وعافِني، واهْد...
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپل لمانځه کې د دوو سجدو تر مینځه په دغو پنځو دعاګانو سره دعا کوله چې مسلمان ورته سخته اړتیا لري او د دنیا او آخرت...
له حطان بن عبدالله الرقاشي څخه روایت دی وایي چې: ما له ابو موسی الأشعري رضی الله عنه سره لمونځ وکړ، نو کله چې قعدې ته ورسېده له خلکو څخه یو سړی وویل:...
صحابي ابو موسی الأشعری رضي الله عنه لمونځ وکړ، نو کله چې هغه قعدې ته ورسېده چې تشهد پکې دی، نو شاته یې له لمونځ کوونکو څخه یو سړي وویل: په قرآن کې لمو...
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم راته تشهد داسې رازده کړ لکه څرنګه به یې چې له قرآن څخه یو سورت رازده کا...
رسول الله صلی الله علیه وسلم ابن مسعود رضي الله عنه ته هغه تشهد ور زده کړ چې په لمانځه کې وېیل کېږي، پداسې حال کې چې د ابن مسعود لاس یې په دواړو لاسون...

له ابن ابي اوفی رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ». الله د هغه چا - وینا - واورېده چې د هغه ثنا یې وویله، اې الله زمونږه ربه ستا لره ستاینه ده، د آسمانونو د ډکوالي او د ځمکې د ډکوالي او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې له دوی نه وروسته دي».

له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي» وېل.

له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه «اللَّهمَّ اغْفِرْ لي، وارْحَمْنِي، وعافِني، واهْدِني، وارزقْنِي» وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه".

له حطان بن عبدالله الرقاشي څخه روایت دی وایي چې: ما له ابو موسی الأشعري رضی الله عنه سره لمونځ وکړ، نو کله چې قعدې ته ورسېده له خلکو څخه یو سړی وویل: لمونځ له نیکۍ او زکات سره یو ځای ذکر شو، هغه وویل:نو کله چې ابو موسی لمونځ پای ته ورساوه او سلام يې وګرځاوه مخ یې راوګرځاوه او ویې وییل: په تاسو کې چا دا او دا خبرې وکړې؟ وایي: خلک چپ شول، بیا یې وویل: په تاسو کې چا دا او دا خبرې وکړې؟ نو خلک چپ شول، ویې وییل: اې حطانه! کیدای شي تا به کړي وي؟ هغه وویل: ما ندي کړي، او یقینا زه ووېرېدم چې ته به پرې ما ورټې، نو له خلکو څخه یو سړي وویل: ما وکړې او ما پرې له خیر پرته بله اراده نه درلوده، نو ابو موسی وویل: آیا تاسو نه پوهیږئ چې په خپلو لمونځونو کې څه ووایئ؟ یقینا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خطبه راکړه، نو مونږ ته یې زمونږ سنتونه بیان کړل او مونږ ته یې زمونږ لمونځ راوښود، ویې وییل: «إِذَا صَلَّيْتُمْ فَأَقِيمُوا صُفُوفَكُمْ، ثُمَّ لِيَؤُمَّكُمْ أَحَدُكُمْ فَإِذَا كَبَّرَ فَكَبِّرُوا، وَإِذْ قَالَ: {غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ} [الفاتحة: 7]، فَقُولُوا: آمِينَ، يُجِبْكُمُ اللهُ، فَإِذَا كَبَّرَ وَرَكَعَ فَكَبِّرُوا وَارْكَعُوا، فَإِنَّ الْإِمَامَ يَرْكَعُ قَبْلَكُمْ، وَيَرْفَعُ قَبْلَكُمْ»، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَتِلْكَ بِتِلْكَ، وَإِذَا قَالَ: سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، فَقُولُوا: اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، يَسْمَعِ اللهُ لَكُمْ، فَإِنَّ اللهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى قَالَ عَلَى لِسَانِ نَبِيِّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، وَإِذَا كَبَّرَ وَسَجَدَ فَكَبِّرُوا وَاسْجُدُوا، فَإِنَّ الْإِمَامَ يَسْجُدُ قَبْلَكُمْ وَيَرْفَعُ قَبْلَكُمْ»، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَتِلْكَ بِتِلْكَ، وَإِذَا كَانَ عِنْدَ الْقَعْدَةِ فَلْيَكُنْ مِنْ أَوَّلِ قَوْلِ أَحَدِكُمُ: التَّحِيَّاتُ الطَّيِّبَاتُ الصَّلَوَاتُ لِلهِ، السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ». «کله چې تاسې لمونځ کوئ، نو خپل صفونه برابر کړئ، بیا دې ستاسو څخه یو ستاسو امامت وکړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه، تاسو هم تکبیر ووایئ ، او کله یې چې: {غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ} [الفاتحة: 7]، وویل: نو تاسو آمین ووایئ، ستاسو دعا به الله قبوله کړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه او رکوع یې وکړه، تاسو هم تکبیر ووایئ او رکوع وکړئ، یقینا چې امام ستاسو څخه مخکې رکوع کوي، او ستاسو څخه مخکې راپورته کیږي»، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا په هغې سره -جبران- شو (یعنې رکوع ته د وروسته تللو نقصان له رکوع څخه په وروسته پورته کېدلو سره جبران شو) او کله چې ووایي: سمع الله لمن حمده، تاسو ووایئ: اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، نو ستاسو څخه به یې الله واوري، یقینا چې الله تعالی د خپل رسول صلی الله علیه وسلم په ژبه ویلي دي: سمع الله لمن حمده، یعنې الله د هغه چا وینا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، او کله یې چې تکبیر وکړ او سجده یې وکړه، نو تاسو هم تکبیر ووایئ او سجده وکړئ، بیشکه چې امام ستاسو څخه مخکې سجده کوي او ستاسو څخه مخکې له سجدې څخه پورته کیږي»، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا په هغې سره -جبران شو - او کله چې قعدې ته لاړ نو ستاسو څخه د یو تن لومړۍ وینا دې دا وي: التَّحِيَّاتُ الطَّيِّبَاتُ الصَّلَوَاتُ لِلهِ، السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ». ثنا، ستاینې او پاکي الله لره دي، اې نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه وي، پر مونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی.

له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم راته تشهد داسې رازده کړ لکه څرنګه به یې چې له قرآن څخه یو سورت رازده کاوه، دا پداسې حال کې چې زما لاس د هغه په لاسونو کې و: «التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ، وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ» ټولې ستاینې ژبنې، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا ای پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی». او د دواړو په یو بل لفظ کې راغلي: «إِنَّ اللهَ هُوَ السَّلَامُ، فَإِذَا قَعَدَ أَحَدُكُمْ فِي الصَّلَاةِ فَلْيَقُلْ: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، فَإِذَا قَالَهَا أَصَابَتْ كُلَّ عَبْدٍ لِلَّهِ صَالِحٍ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، ثُمَّ يَتَخَيَّرُ مِنَ الْمَسْأَلَةِ مَا شَاءَ». «یقینا الله سلام دی، نو کله چې ستاسو څخه یو څوک په لمانځه کې کېناست نو ودې وایي: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ...ثنا، ستاینې او پاکۍ الله لره دي، اې نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه دې وي، پر مونږ او دالله پر نیکو بندګانو دې سلام وي. کله یې چې دا دعا وویله هر نېک بنده ته به په اسمان او ځمکه کې ورسیږي. (بیا به ووایي) ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پدې ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. د دې پسې بیا کولی شي هر ډول سوال او دعا چې وغواړي غوره یې کړي»

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعا کوله او وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ القَبْرِ، وَمِنْ عَذَابِ النَّارِ، وَمِنْ فِتْنَةِ المَحْيَا وَالمَمَاتِ، وَمِنْ فِتْنَةِ المَسِيحِ الدَّجَّالِ». وفِي لَفْظٍ لِمُسْلِمٍ: «إِذَا فَرَغَ أَحَدُكُمْ مِنَ التَّشَهُّدِ الْآخِرِ، فَلْيَتَعَوَّذْ بِاللهِ مِنْ أَرْبَعٍ: مِنْ عَذَابِ جَهَنَّمَ، وَمِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالْمَمَاتِ، وَمِنْ شَرِّ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ». « اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه». او د مسلم په لفظ کې راځي «کله چې ستاسو څخه یو له وروستي تشهد څخه فارغ شو، نو له څلورو شیانو څخه دې الله ته پناه یوسي: د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنې او د مسحه شوي دجال له فتنې څخه».

له مَعْدَانَ بْنِ أَبِي طَلْحَةَ الْيَعْمَرِي څخه روایت دی وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ازاد شوي غلام ثوبان سره مخ شوم، نو ورته مې وویل: په داسې یو عمل مې خبر کړه چې الله تعالی مې پرې جنت ته داخل کړي؟ یا وایي چې ومې ویل: هغه عمل چې الله تعالی ته ګران وي، نو چپ شو. بیا مې ترې پوښتنه وکړه، نو چپ شو، بیا مې ترې په دریم ځل پوښتنه وکړه، نو ویې ویل: پدې اړه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، نو ویې فرمایل: «عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ لِلَّهِ، فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِلَّهِ سَجْدَةً، إِلَّا رَفَعَكَ اللهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً» « الله تعالی ته ډېرې سجدې کوه، ځکه چې ته الله ته هره سجده کوې، الله تعالی دې پرې درجه لوړوي، او یوه ګناه درڅخه تویوي» معدان وویل: بیا له ابو الدرداء سره مخ شوم نو پوښتنه مې ترې وکړه، نو هغه خبره یې راته وکړه لکه څنګه چې ثوبان راته کړې وه.

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «لَا صَلَاةَ بِحَضْرَةِ الطَّعَامِ، وَلَا هُوَ يُدَافِعُهُ الْأَخْبَثَانِ». «هغه مهال لمونځ کول نه صحیح کېږي چې خواړه د خوراک لپاره چمتو وي او نه هغه مهال چې د وړوکي او یا لوی اودس ماتي له امله یې اودس تنګ وي».

د عثمان بن ابی العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، زما او زما د لمانځه او زما د قرائت تر منځه شیطان مداخله وکړه تر څو یې راباندې ګډود کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ذَاكَ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ خِنْزَِبٌ، فَإِذَا أَحْسَسْتَهُ فَتَعَوَّذْ بِاللهِ مِنْهُ، وَاتْفُلْ عَلَى يَسَارِكَ ثَلَاثًا»، « دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه»، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَسْوَأُ النَّاسِ سَرَقَةً الَّذِي يَسْرِقُ صَلَاتَهُ» قَالَ: وَكَيْفَ يَسْرِقُ صَلَاتَهُ؟ قال: «لَا يُتِمُّ رُكُوعَهَا، وَلَا سُجُودَهَا». «په خلکو کې تر ټولو بد غل هغه دی چې هغه خپل لمونځ غلا کوي» هغه وفرمایل: څنګه خپل لمونځ غلا کوي؟ ویې فرمايل چې: «نه یې رکوع بشپړوي، او نه یې سجده».

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَمَا يَخْشَى أَحَدُكُمْ - أَوْ: لاَ يَخْشَى أَحَدُكُمْ - إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ قَبْلَ الإِمَامِ، أَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ رَأْسَهُ رَأْسَ حِمَارٍ، أَوْ يَجْعَلَ اللَّهُ صُورَتَهُ صُورَةَ حِمَارٍ». «ايا له تاسو څخه يو څوک نه وېرېږي – يا ستاسو څخه څوک دا وېره نه لري چې: کله دی له امام څخه مخکې خپل سر راپورته کوي، چې الله جل جلاله به یې سر د خره وګرځوي، او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي».

له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِذَا شَكَّ أَحَدُكُمْ فِي صَلَاتِهِ، فَلَمْ يَدْرِ كَمْ صَلَّى ثَلَاثًا أَمْ أَرْبَعًا، فَلْيَطْرَحِ الشَّكَّ، وَلْيَبْنِ عَلَى مَا اسْتَيْقَنَ، ثُمَّ يَسْجُدُ سَجْدَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يُسَلِّمَ، فَإِنْ كَانَ صَلَّى خَمْسًا شَفَعْنَ لَهُ صَلَاتَهُ، وَإِنْ كَانَ صَلَّى إِتْمَامًا لِأَرْبَعٍ كَانَتَا تَرْغِيمًا لِلشَّيْطَانِ». "که په تاسو کې یو څوک د خپل لمانځه په اړه شک وکړي او نه پوهیږي چې څو رکعته (لمونځ) یې کړی؛ درې که څلور رکعته، نو شک دې لرې کړي او په هغه څه دې باور وکړي چې یقیني وي، بیا دې له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي، نو که چېرته یې پنځه رکعته کړي وو نو سجدې به یې ورته لمونځ جفت کړي، او که چېرته یې د څلورو د پوره کولو لپاره کړې وي نو د شیطان د رټلو لپاره به وي.