- د تشهد له صیغو څخه د یوې صیغې بیان.
- د لمانځه کړنې او ویناوې خامخا باید هغه ډول وي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي، نو هېچا ته جایز ندي چې له ځانه پکې کومه کړنه او یا وینا جوړه کړي چې په سنت ثابته نه وي.
- له امام څخه د مخکې کېدلو او یا وروسته کېدلو نارواوالی، او په مقتدي د امام په کړنو کې د هغه پیروي لازمه ده.
- تبلیغ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم پاملرنه، او امت ته یې د دین د احکامو ښوونه.
- امام د مقتدي لپاره قدوه دی چې باید اقتدا پسې وکړي، نو ورته روا ندي چې د لمانځه په کړنو کې ترې مخکې شي، او یا ورسره یو برابر شي او یا ترې وروسته شي، بلکې په لومړي سر کې باید اقتدا پسې وکړي وروسته لدې چې له هغه عمل څخه ځان ډاډمن کړي چې امام ورداخلیږي، او دا چې سنت طریقه د هغه پیروي کول دي.
- په لمانځه کې د صفونو ودرولو مشروعیت.