- د دې تشهد ځای له ورورستۍ سجدې پسې دی، کله چې لمونځ کوونکی په قعده کینې او په درې رکعتي او څلور رکعتي لمونځونو کې له دویم رکعت څخه وروسته.
- په تشهد کې د: التحیات وېیل واجب دي، او په هر ډول الفاظو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي تشهد وېیل روا دی.
- په لمانځه کې یې چې هره دعا خوښه وي هغه غوښتلی شي خو پدې شرط چې ګناه (ناروا) نه وي.
- په دعا کې مستحب دي چې لومړی د ځان لپاره په دعا پېل وشي.