- فرضي او نفلي لمونځونو ته د مسلمانانو هڅول، ځکه چې زیاتې سجدې پکې وي.
- د صحابه کرامو د پوهې بیانول او دا چې هغوی پوه و چې جنت د الله تعالی له رحمت نه وروسته یوازې په عمل سره تر لاسه کیږي.
- په لمانځه کې سجده د درجو د لوړېدو او د ګناهونو د بښلو له لاملونو څخه دی.