له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه د پرانیستې پر مهال خپل لاسونه د اوږو په برابرۍ پورته کول، او کله ب...
رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه پر مهال خپل لاسونه اوږو ته مخامخ یا د اوږو برابر پورته کول، (اوږه) هغه ځای دی چې داوږې او بازو هډوکي سره یو ځ...
له عبادة بن صامت رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الكِتَابِ». «د هغه...
رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډاګه کوي چې له سورة الفاتحة ویلو پرته لمونځ نه صحیح کیږي، هغه په هر رکعت کې د لمانځه رکن دی.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې: هغه به په فرض او نورو لمونځونه کې تکبیر ویلو، په روژه کې او له روژې پرته، نو کله به چې پاڅېده تکبیر به یې و...
ابوهريره رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه د بیانولو په موخه يوه برخه را نقلوي او وايي چي کله به د لمانځه لپاره پاڅېده نو تحریمه تک...
ابن عباس رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ: عَلَى الْجَبْ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې الله تعالی ورته د لمانځه پر مهال امر کړی چې د بدن له غړو څخه دې په اوو غړو سره سجده وکړي چې هغه عبارت دي له:...
له ابو امامه رضي الله عنه نه روايت دی وایي چې عمرو بن عبسة رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايل یې: «أَقْرَبُ مَا يَكُون...
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې الله تعالی بنده ته ډېر نږدې وي؛ نو اې مؤمنه! که موفَق شوې او ودې کولی شول چې...

له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه د پرانیستې پر مهال خپل لاسونه د اوږو په برابرۍ پورته کول، او کله به يې چې د رکوع لپاره تکبیر وایه او کله به يې چې له رکوع څخه سر پورته کاوه همدا رنګه به یې دواړه پورته کول او ویل به یې: «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ» " الله د هغه چا ثنا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، اې زمونږه ربه تا لره ستاینه ده» او د سجدې پر مهال به يې داسې نه کول.

له عبادة بن صامت رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الكِتَابِ». «د هغه چا لمونځ صحیح ندی چې فاتحة الکتاب (الحمد لله ) یې نه وي لوستلي».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې: هغه به په فرض او نورو لمونځونه کې تکبیر ویلو، په روژه کې او له روژې پرته، نو کله به چې پاڅېده تکبیر به یې وکړ، بیا یې چې کله رکوع کوله نو تکبیر یې وکړ، بیا یې : سمع الله لمن حمده ووییل، بیا یې ربنا ولک الحمد وویل؛ مخکې لدې چې سجدې ته لاړ شي، بیا چې کله سجدې ته ټیټېده نو الله اکبر یې ووییل، بیا یې له سجدې څخه د راپورته کېدو پر مهال تکبیر وکړ، بیا چې کله له دوو سجدو څخه راپورته کېده نو تکبیر یې وکړ، او همداسې به یې په ټول رکعت کې کول، تر دې چې د لمانځه څخه فارغ شو، بیا یې چې کله مخ وګرځاوه نو ویې وییل : زما دې قسم په هغه ذات وي چې زما روح د هغه په لاس کې دی، زه په لمانځه کې په تاسو ټولو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمانځه ته زیات ورته والی لرم، او همدا یې تر هغه پورې د لمانځه طریقه وه تر څو چې له دنیا څخه لاړ.

ابن عباس رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ: عَلَى الْجَبْهَةِ وَأَشَارَ بِيَدِهِ عَلَى أَنْفِهِ، وَالْيَدَيْنِ، وَالرُّكْبَتَيْنِ، وَأَطْرَافِ الْقَدَمَيْنِ، وَلَا نَكْفِتَ الثِّيَابَ وَالشَّعَرَ». «ماته امر شوی چې په اوو اندامونو سجده وکړم: په تندي او په لاس سره یې خپلې، پوزې، دواړو لاسونو، دواړو زنګنونو، او د پښو څوکو ته اشاره وکړه، او دا چې جامې به نه راټولوو او ویښتان به نه غوټه کوو».

له ابو امامه رضي الله عنه نه روايت دی وایي چې عمرو بن عبسة رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايل یې: «أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الرَّبُّ مِنَ العَبْدِ فِي جَوْفِ اللَّيْلِ الآخِرِ، فَإِنْ اسْتَطَعْتَ أَنْ تَكُونَ مِمَّنْ يَذْكُرُ اللَّهَ فِي تِلْكَ السَّاعَةِ فَكُنْ». "د نیمایي شپې په وروستۍ برخه کې الله تعالی بنده ته تر ټولو زیات نږدې وي، نو که دې وکولی شول له هغو خلکو شې چې هغه شیبېه کې الله یادوي نو شه".

له جریر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: مونږ یو شپه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې سپوږمۍ ته یې وکتل - یعنې د څوارلسمې شپې وه - نو ویې فرمایل: «إِنَّكُمْ سَتَرَوْنَ رَبَّكُمْ كَمَا تَرَوْنَ هَذَا الْقَمَرَ، لَا تُضَامُونَ فِي رُؤْيَتِهِ، فَإِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَنْ لَا تُغْلَبُوا عَلَى صَلَاةٍ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا فَافْعَلُوا» ثُمَّ قَرَأَ: «{وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ}» «خامخا به تاسو خپل رب داسې وینئ لکه څرنګه چې تاسو دا سپوږمۍ وینئ پرته له کومې ستړتیا او سختۍ څخه، نو که چېرته مو وکولای شول چې د لمر راختلو څخه مخکې او له لمر پرېوتلو وړاندې لمونځ درڅخه پاتې نه شي، نو دا کار وکړئ» بیا یې دا آیت ولوست {وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ}» یعنې: او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې}»

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار د لمانځه په دوو رکعتونو کې {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ}، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} ولوستل.

له ابو موسی الأشعري -رضی الله عنه- څخه روایت دی چې بېشکه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: «مَنْ صَلَّى ‌الْبَرْدَيْنِ دَخَلَ الْجَنَّةَ» «څوک چې دوه د یښنۍ لمونځونه وکړي نو جنت ته به داخل شي»

له جندب بن عبدالله القسري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ صَلَّى صَلَاةَ الصُّبْحِ فَهُوَ فِي ذِمَّةِ اللهِ، فَلَا يَطْلُبَنَّكُمُ اللهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَيْءٍ، فَإِنَّهُ مَنْ يَطْلُبْهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَيْءٍ يُدْرِكْهُ، ثُمَّ يَكُبَّهُ عَلَى وَجْهِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ». "څوک چې د سهار لمونځ وکړي هغه د الله جل جلاله په ساتنه (ذمه) کې دی، نو الله تعالی دې له تاسو څخه د هغه د ذمې په اړه د څه شي غوښتنه ونه کړي، ځکه چې یقینا که چېرته الله تعالی د چا سره د خپلې ذمې په اړه د حساب وکړ نو راګیر به یې کړي، بیا به یې پړمخه د جنهم په اور کې وغورځوي".

له بریده بن الحصیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وایي چې: د مازدیګر لمونځ وختي وکړئ، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ تَرَكَ صَلَاةَ الْعَصْرِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ». « چا چې د مازدیګر لمونځ پرېښوده نو یقینا چې عمل یې برباد شو».

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ نَسِيَ صَلَاةً فَلْيُصَلِّ إِذَا ذَكَرَهَا، لَا كَفَّارَةَ لَهَا إِلَّا ذَلِكَ: {وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي} [طه: 14]». «له چا څخه چې لمونځ هېر شو، نو هغه مهال دې وکړي کله چې وریاد شو، لدې پرته یې بله کفاره نشته: {وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي} او زما د یاد لپاره لمونځ وکړئ [طه: 14] ».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «‌إِنَّ ‌أَثْقَلَ صَلَاةٍ عَلَى الْمُنَافِقِينَ صَلَاةُ الْعِشَاءِ وَصَلَاةُ الْفَجْرِ، وَلَوْ يَعْلَمُونَ مَا فِيهِمَا لَأَتَوْهُمَا وَلَوْ حَبْوًا، وَلَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ بِالصَّلَاةِ فَتُقَامَ، ثُمَّ آمُرَ رَجُلًا فَيُصَلِّيَ بِالنَّاسِ، ثُمَّ أَنْطَلِقَ مَعِي بِرِجَالٍ مَعَهُمْ حُزَمٌ مِنْ حَطَبٍ إِلَى قَوْمٍ لَا يَشْهَدُونَ الصَّلَاةَ، فَأُحَرِّقَ عَلَيْهِمْ بُيُوتَهُمْ بِالنَّارِ». "پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای، او ما هوډ وکړ چې د لمانځه د ادا کولو امر وکړم، بیا یو سړي ته امر وکړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، بیا د ځان سره سړي بوځم چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي، او په هغو خلکو کورونه وروسوځوم چې لمانځه ته نه حاضریږي».