- د شپې په وروستۍ برخه کې ذِکر کولو ته د مسلمان هڅوونه.
- وختونه په خپلو کې د ذکر، دعا او لمانځه لپاره یو پر بل فضیلتونه لري.
- دلته دوه روایتونه راغلي: هغه وخت چې رب پکې خپل بنده ته ډېر نږدي وي، او بل روایت کې راغلي چې بنده پکې خپل رب ته ډېر نږدي وي. د دواړو تر منځه د توپیر په اړه میرک ویلي: دلته مراد هغه وخت دی چې رب پکې خپل بنده ته ډېر نږدي وي چې هغه د شپې وروستۍ برخه ده، او په هغه بل روایت کې د بنده د حالت په اړه وضاحت دی چې الله ته پکې ډېر نږدې وي؛ چې هغه د سجدې حالت دی.