له ابوهریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «الفِطْرَةُ خمسٌ: الخِتَانُ والاستح...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام د مبارک دین پنځه ځانګړنې او د پيغمبرانو سنتونه (طریقې) بیان کړي دي: د نر د تناسلي آلې د پاسه د اضافي پوستکي پر...
د علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: زه داسې یو څوک وم چې زیات مذي به راڅخه تلل، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه شرمېدم چې د حکم په اړه یې...
علي بن ابي طالب رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغه داسې یو څوک و چې زیات مذي به ترې تلل - مذي یو ډول سپیني نرۍ سریخناکه اوبه دي چې د شهوت پر مهال او یا له...
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له جنابت څخه غسل ​​کاوه نو، لاسونه یې ومینځل او لکه د لما...
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله غوښتل له جنابت څخه غسل وکړي نو د لاسونو پر وینځلو به یې پیل وکړ. بیا به یې داسې اودس وکړ لکه څنګه چې د لمانځه ل...
له عمار بن یاسر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو کار پسې ولېږلم، هلته جنب شوم، اوبه مې ونه موندلې، نو په خاورو کې لکه...
رسول الله صلى الله عليه وسلم عمار بن ياسر رضي الله عنه د خپلو ځينو حاجاتو لپاره په سفر ولېږه، نو هلته په کوروالي کولو او یا په شهوت سره مني وتلو باندې...
له مغیره بن شعبه رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو زه ټیټ شوم چې (د اودس پر مهال یې) موزې...
رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو سفر کې و چې اودس یې وکړ، نو کله چې پښو وینځلو ته ورسېده، مغیره بن شعبه دواړه لاسونه ور اوږده کړل تر څو د رسول الله...

له ابوهریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «الفِطْرَةُ خمسٌ: الخِتَانُ والاستحدادُ وقصُّ الشَّارِبِ وتقليمُ الأظفارِ وَنَتْفُ الآبَاطِ». «فطرت پنځه څيزونه دي: سنتېدل، د نامه لاندې د وېښتانو لرې کول، د برېتونو لنډول، د نوکانو لنډول او د تخرګونو د وېښتانو وېستل».

د علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: زه داسې یو څوک وم چې زیات مذي به راڅخه تلل، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه شرمېدم چې د حکم په اړه یې ترې پوښتنه وکړم، ځکه چې لور یې ماته ناسته وه، نو مقداد بن اسود رضی الله عنه ته مې امر وکړ چې پوښتنه ترې وکړي، هغه وویل: «يَغْسِلُ ذَكَرَهُ وَيَتَوَضَّأُ» "خپله تناسلي آله دې وینځي او اودس دې کوي». او د بخاري روایت کې دي چې ویې وییل: «تَوَضَّأْ وَاغْسِلْ ذَكَرَكَ». «اودس وکړه او تناسلي آله دې ومينځه».

له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له جنابت څخه غسل ​​کاوه نو، لاسونه یې ومینځل او لکه د لمانځه په څېر اودس یې وکړ، بیا یې غسل وکړ، بیا یې ويښتانو کې ګوتې ننباسلې تر دې چې ډاډه شو چې لاندې پوستکی یې لوند شو بیا یې درې ځلې (مخ ته) اوبه واچولې، بیایې ټول ځان ووینځه او فرمایلي یې دي، ما او د الله رسول صلی الله علیه وسلم به له یو لوښي څخه لامبل، دواړو به ترې لپې را اخېستلې.

له عمار بن یاسر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو کار پسې ولېږلم، هلته جنب شوم، اوبه مې ونه موندلې، نو په خاورو کې لکه د څاروي په څېر ورغړېدم، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم، او پدې اړه مې ورته یادونه وکړه، هغه راته وفرمایل: «إِنَّمَا كَانَ يَكْفِيكَ أَنْ تَقُولَ بِيَدَيْكَ هَكَذَا» « بسنه کوي چې په لاسونو سره داسې وکړې» بیا یې په دواړو لاسونو یو ځل ځمکه ووهله، بیا يې ښي لاس په چپ لاس راکش کړ او د لاسونو مخ او څټونه یې مسح کړل.

له مغیره بن شعبه رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو زه ټیټ شوم چې (د اودس پر مهال یې) موزې وباسم، نو ویې فرمایل: «دَعْهُمَا، فَإِنِّي أَدْخَلْتُهُمَا طَاهِرَتَيْنِ». « پرې یې ږده، یقینا چې له پاکۍ سره مې پښو کړي دي(یعنې په اودس مې پښو کړي دي)» نو مسح یې پرې وکړه.

له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې فاطمه بنت أبی حبیش له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې وییل: زه چې حيض شم نه پاکیږم، نو آیا لمونځ پرېږدم؟ هغه وفرمایل: «لَا، إِنَّ ذَلِكِ عِرْقٌ، وَلَكِنْ دَعِي الصَّلاَةَ قَدْرَ الأَيَّامِ الَّتِي كُنْتِ تَحِيضِينَ فِيهَا، ثُمَّ اغْتَسِلِي وَصَلِّي». «نه، هغه رګ دی، خو د هغو ورځو په اندازه لمونځ پرېږده څومره به چې مخکې حيض کېدلې، بیا غسل وکړه او لمونځ وکړه».

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا وَجَدَ أَحَدُكُمْ فِي بَطْنِهِ شَيْئًا، فَأَشْكَلَ عَلَيْهِ أَخَرَجَ مِنْهُ شَيْءٌ أَمْ لَا، فَلَا يَخْرُجَنَّ مِنَ الْمَسْجِدِ حَتَّى يَسْمَعَ صَوْتًا، أَوْ يَجِدَ رِيحًا». «کله چې ستاسو څخه یو څوک په خپلې ګېډه کې څه شی ومومي او په دې پوه نه شي چې ایا څه ترې ووتل که نه، نو تر هغه دې له جومات څخه نه وځي تر څو چې غږ واوري او یا باد بوي ومومي».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِذَا شَرِبَ الْكَلْبُ فِي إِنَاءِ أَحَدِكُمْ فَلْيَغْسِلْهُ سَبْعًا». «کله چې ستاسو څخه د یو چا په لوښي کې سپی څښاک وکړي نو اووه ځلې دې ووینځي».

له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِذَا قَالَ الْمُؤَذِّنُ: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ، فَقَالَ أَحَدُكُمُ: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ، ثُمَّ قَالَ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، قَالَ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، ثُمَّ قَالَ: أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، قَالَ: أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، ثُمَّ قَالَ: حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ، قَالَ: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، ثُمَّ قَالَ: حَيَّ عَلَى الْفَلَاحِ، قَالَ: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، ثُمَّ قَالَ: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ، قَالَ: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ، ثُمَّ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ مِنْ قَلْبِهِ دَخَلَ الْجَنَّةَ». «کله چې اذان کوونکی: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووایي: نو ستاسو څخه دې یو اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ، ووایي، بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، دا دې هم : أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي. بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايی، نو دا دې هم : أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايي، بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ ووایي او دې به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي. بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الْفَلَاحِ ووایي، دا به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي، بیا چې مؤذن: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي، دا به هم: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي. بیا چې (اذان کوونکی) لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، او دا د زړه نه: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، ووایي، نو جنت ته داخل شو».

له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې وییل یې: «إِذَا سَمِعْتُمُ الْمُؤَذِّنَ فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ، فَإِنَّهُ مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلَاةً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْرًا، ثُمَّ سَلُوا اللهَ لِيَ الْوَسِيلَةَ، فَإِنَّهَا مَنْزِلَةٌ فِي الْجَنَّةِ، لَا تَنْبَغِي إِلَّا لِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِ اللهِ، وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ أَنَا هُوَ، فَمَنْ سَأَلَ لِيَ الْوَسِيلَةَ حَلَّتْ لَهُ الشَّفَاعَةُ». «کله چې مو له اذان کوونکي څخه (د اذان الفاظ) واورېدل نو تاسو هم هغه څه وایئ چې هغه یې وایي، بیا پر ما درود ووایئ ، ځکه څوک چې پر ما درود ووایي، نو الله تعالی به پر هغه لس ځلې درود وایي، بیا ماته له الله جل جلاله څخه د وسیلې سوال وکړئ، چې هغه په جنت کې یو مقام دی، او د الله په بندګانو کې یوازې یو تن ته ورکول کیږي او له هغه پرته بل چاته نه ښایي، زه امېد لرم چې هغه به زه یم، او څوک چې زما لپاره وسیله وغواړي نو شفاعت به یې کیږي».

سعد بن أبی وقاص رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: چاچې کله اذان واورید، او ویې وېیل: «أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، غُفِرَ لَهُ ذَنْبُهُ». «یعنې زه ګواهي ورکوم چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته او شریک نه لري. او پدې چې محمد - صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. پدې خوښ یم چې الله مې رب دی او پدې چې محمد صلی الله علیه وسلم مې رسول دی او پدې چې اسلام مې دین دی، نو ګناه به یې ورته وبښل شي».

له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: څوک چې اذان واوري او بیا ووایي: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ». «اې د دې بشپړې بلنې او د دې ودریدونکي لمونځ (مالکه)؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ته وسیله او فضیلت ورکړه، او هغه ستایل شوي مقام ته یې ولېږه چې تا یې ورسره ژمنه کړې ده. (چا چې د اذان پسې دا دعا وویله نو ) هغه د قیامت په ورځ زما د شفاعت مستحق وګرځېده».