- دا حدیث د اسلام له اصولو څخه یو اصل او له فقهې قواعدو څخه یوه قاعده ده، هغه دا چې : یقین په شک سره له منځه نه ځي، او اصل هر څه په خپل حالت پرېښودل دي، تر دې چې د هغه خلاف شی یقیني شي.
- شک په طهارت کې اغېزمن ندی، او لمونځ کوونکی په خپل طهارت پاتې دی تر هغه چې له بې اودسۍ څخه ډاډمن شي.