- د حیض د پای ته رسېدو پر مهال د ښځې لپاره غسل کول واجب دي.
- په مستحاضې لمونځ واجب دی.
- حیض: طبیعي وینه ده چې رحم یې د بالغې ښځې د شرمګاه له لارې وباسې، چې په معلومه نیټه کې پرې راځي.
- استحاضه: د رحم له لاندې برخې څخه بې وخته د وینې له راتګ څخه عبارت ده او دا چې وینه د رحم له بېخ (منځ) څخه نه راوځي.
- د حیض او استحاضې د وینو تر منځ توپیر: د حېض وینه توره او بدبویه وي، او د استحاضې وینه سره او نرۍ وي او هېڅ بد بویي نه لري.