- د علي بن ابي طالب رضي الله عنه فضیلت چې شرم او حیا یې ممانعت ونه کړ چې د بل چا په واسطه پوښتنه وکړي.
- د فتوا غوښتلو لپاره د بل چا د ګمارلو جواز.
- د مصلحت په خاطر روا ده چې یو انسان د ځان په اړه بل چاته خبر ورکړي چې هغه ترې شرمیږي.
- د مذي نجاست او له بدن او جامو څخه یې د مېنځلو وجوب.
- مذي وتل له اودس ماتوونکو څخه دي.
- د تناسلې آلې او خصیتینو(هګیو) مېنځل واجب دي، ځکه چې په بل حدیث کې یې یادونه شوې ده.