- دا دعا هغه مهال ویل کېږي چې کله اورېدونکی د مؤذن پسې د اذان د کلمو له تکرارولو خلاص شي، او چا چې اذان نه وي اورېدلی نو هغه به دا دعا نه وایي.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم دفضیلت بیان چې د مخلوقاتو تر منځ د پرېکړې پر مهال به وسیله، فضیلت، ستایل شوی مقام او لوی شفاعت ورکول کېږي.
- رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دې وینا پر بنسټ د شفاعت اثبات چې فرمایي: "حلَّت له شفاعتي يوم القيامة" یعنې زما د شفاعت مستحق وګرځید.
- رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خپلو هغه امتیانو شفاعت کوي چې کبیره ګناهونه یې کړي وي تر څو دوزخ ته لاړ نه شي او یا هغوی چې ورننوتي وي تر څو ترې بېرته راووځي، او یا دا چې بې حسابه یې جنت ته داخل کړي او یا د دې لپاره چې څوک جنت ته ننوتی وي مرتبې یې پکې لوړې کړي.
- طیبي رحمه الله فرمایلي: د اذان له پیله تر دې وینا پورې "محمدًا رسول الله" دا بشپړه بلنه ده، او حي علی الصلاة چې دی نو دا هغه لمونځ دی چې ادا کولو ته یې په : (يُقيمون الصلاة) کې اشاره شوې، او کېدی شي چې د الصلاة څخه مراد دعا او له (القائمة) څخه مراد تل ادا کېدونکی لمونځ وي، لکه چې وایي (قام الشئ) یعنې په دوامداره توګه یې یو کار تر سره کړ، او په دې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا : "والصلاة القائمة" بشپړه بلنه ده، او کېدی شي چې په الصلاة سره هغه معمول لمونځ مراد وي کوم ته چې هغه مهال بلنه ورکول کېږي او همدا یې ظاهره معنا ده.
- المهلب ویلي: په حدیث کې د لمونځونو په وختونو کې پر دعا ټینګار شوی؛ ځکه چې د قبلېدو لپاره د امید حالت دی.