له ابن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي: یو سړي وویل: اې د الله رسوله، آیا د جاهلیت په کړنو سره نیول کیږو؟ هغه وفرمایل: «مَنْ أَحْسَنَ فِي...
رسول الله صلی الله علیه وسلم په اسلام کې د داخلېدو فضیلت بیانوي، او دا چې چا اسلام قبول کړ او ښه مسلمان شو او صادق او رښتينی و؛ نو د جاهلیت په زمانه ک...
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی: أَنَّ نَاسًا مِنْ أَهْلِ الشِّرْكِ، كَانُوا قَدْ قَتَلُوا وَأَكْثَرُوا، وَزَنَوْا وَأَكْثَرُوا، فَأَتَوْا مُح...
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له مشرکانو څخه ځینې خلک راغلل، پداسې حال کې چې زیات قتلونه او زناګانې یې کړې وې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې...
له حکیم بن حزام رضی الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ أَشْيَاءَ كُنْتُ أَتَحَنَّثُ بِهَا فِي الجَاهِلِيَّةِ مِن...
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې که کافر مسلمان شي نو هغه ته به د هغو نیکو عملونو ثواب ورکول کیږي چې د جاهلیت په زمانه کې یې له اسلام څخه وړ...
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِنَّ اللهَ لَا يَظْلِمُ مُؤْمِنًا حَسَنَةً، يُعْطَى بِهَا فِي الد...
رسول الله صلی الله علیه وسلم په مومنانو باندې د الله تعالی فضل او کافرانو سره د هغه د عدالت لویي څرګندوي. د مؤمن لپاره د هغه د نیک عمل اجر نه کمیږي؛ ب...
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: الله پاک فرمایلي: يَا ابْنَ آدَمَ إِنّ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه خبر ورکړ چې الله تعالی په قدسي حدیث کې فرمایلي: « اې د آدم زویه! تر څو چې ما رابلې او زما مهربانۍ ته هیله مند ی...
له ابن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي: یو سړي وویل: اې د الله رسوله، آیا د جاهلیت په کړنو سره نیول کیږو؟ هغه وفرمایل: «مَنْ أَحْسَنَ فِي الْإِسْلَامِ لَمْ يُؤَاخَذْ بِمَا عَمِلَ فِي الْجَاهِلِيَّةِ، وَمَنْ أَسَاءَ فِي الْإِسْلَامِ أُخِذَ بِالْأَوَّلِ وَالْآخِرِ».
«چاچې په اسلام کې نیکي وکړه نو د جاهلیت په کړنو نه نیول کیږي، او چا چې په اسلام کې بدۍ وکړي نو په لومړۍ او دویمې دواړو سره نیول کیږي».
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه داسې یو سړی وم چې کله به مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو حدیث واورېد نو الله به چې څومره غوښتلي و ماته به یې پرې ګټه راورسوله او كله به چې هغوى ماته یو روايت بیاناوه نو ما به قسم ورکاوه، نو کله به یې چې راته قسم وکړ بیا به مې پرې باور وکړ، او یقینا چې أبوبکر راته حدیث بیان کړی او رښتیا یې ویلي، وایې چې ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «مَا مِنْ رَجُلٍ يُذْنِبُ ذَنْبًا، ثُمَّ يَقُومُ فَيَتَطَهَّرُ، ثُمَّ يُصَلِّي، ثُمَّ يَسْتَغْفِرُ اللهَ، إِلَّا غَفَرَ اللهُ لَهُ»، ثُمَّ قَرَأَ هَذِهِ الْآيَةَ: {وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ} [آل عمران: 135].
«هېڅوک نشته چې ګناه وکړي، بیا پاڅيږي، ځان پاک کړي او بیا لمونځ وکړي، بیا له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، مګر دا چې الله به هغه ته بخښنه وکړي»، بیا یې دا آیت ولوست.{وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ} او هغه كسان چې كله څه بد كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي،[آل عمران سورت: 135 آیت ].