- پر بندګانو باندې د الله تعالی لوی رحمت، او دا چې که انسان څومره ګناهونه وکړي او هر څه وکړي نو الله تعالی یې توبه قبلوي کله چې هغه ته توبه وباسي او هغه ته بېرته وروګرځي.
- مؤمن له خپل رب څخه د بخښنې تمه لري، د هغه له عذابه وېرېږي، نو په تېزۍ سره توبه وباسي او ګناه ته دوام نه ورکوي.
- د ریښتینې توبې شرطونه: د ګناه پرېښودل، پر (ګناه) پښېمانه کېدل، او ګناه ته د بیرته نه راګرځیدلو هوډ کول، او که چېرته توبه د بندګانو د مال، عزت او نفس په اړه وي (یعنې د بندګانو حقونه ورپورې تړلي وي)، نو څلورم شرط پکې اضافه کېږي، چې هغه: د حق له خاوند څخه ځان خلاصول دي، او یا یې هغه ته حق ورکول دي.
- د الله تعالی د پېژندنې اهمیت، چې له امله یې بنده د خپل دین په چارو کې پوهه تر لاسه کوي نو کله چې ګناه وکړي، توبه وباسي، نو نه ناهیلی کېږي او نه په ګناه کې وړاندې ځي.