- هغه عملونو ته د صحابه کرامو - رضوان الله علیهم - پاملرنه او ورڅخه یې وېره چې د جاهلیت په وخت کې ترې صادر شوي دي.
- په اسلام ثابت پاتې کېدلو باندې ټینګار.
- په اسلام کې د داخلېدو فضیلت او دا چې د پخوانيو عملونو کفاره ده.
- مرتد او منافق سره به د هر هغه عمل حساب کیږي چې د جاهلیت پر مهال یې تر سره کړي او د هرې هغې ګناه چې په اسلام کې یې کړي دي.