له ابو سعید الخدری رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لاَ تَسُبُّوا أَصْحَابِي، فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلاَ نَصِيفَهُ».
"زما اصحابو ته کنځلې مه کوئ، ځکه که ستاسو څخه یو څوک د احد (د غره) په اندازه سره زر خیرات کړي، نو هغه د یوې یا نیمې لپې په اندازه صدقې ته به ونه رسیږي".
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
تشریح
رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه کرامو او په تېره بيا مخکښو مهاجرينو او انصارو ته له کنځلو کولو منعه کړې ده؛ او فرمایلي یې دي چې که یو څوک د احد د غره په اندازه سره زر خیرات کړي نو په ثواب کې به د صحابه کرامو د یوې یا نیمې لپې خیرات ته هم ونه رسیږي، د لپې څخه مراد د برابر سړي دواړه لاسونه دي چې (سره یو ځای یې کړي او) ډک یې کړي؛ دا د هغوی د زیات اخلاص، پاکو نیتونو او په خیرات کولو کې د مخکښۍ او جګړې له امله او دا چې هغوی د مکې له فتحې څخه وړاندې په سختو شیبو کې وو او خپله یې اړتیا زیاته وه.
Hadeeth benefits
صحابه کرامو رضي الله عنهم ته کنځلې کول حرام او د لویو ګناهونو څخه دي.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others