له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «يَقْبِضُ اللَّهُ الأَرْضَ، وَيَطْوِي...
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي د قيامت په ورځ به الله جل جلاله ځمكه ونيسي او راغونډه به یې كړي، او اسمانونه به په خپل ښي لاس کې نچه کړي او...
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې راغی چې ما د خپلو کالیو صندق په یوې تکې سره پوښلی...
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل کور کې عاېشې رضي الله عنها ته ورغی نو په داسې حال کې یې ولیده چې هغې خپل هغه صندق چې کالي پکې اېښودل کیږي په داسې...
له أبوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ اب...
رسول الله صلی الله علیه قسم یادوي چې د عیسی علیه السلام د راکوزېدو وخت نږدې شوی دی تر څو خلکو کې د محمدي شریعت په رڼا کې په عدل فیصله وکړي. او دا چې د...
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِعَمِّهِ: «قُلْ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، أَشْهَد...
رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپل تره ابو طالب څخه په داسې حال کې چې د مرګ په سختیو کې و، وغوښتل چې: (لا اله الا الله) ووایي تر څو ورته د قيامت په و...
له عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «حَوْضِي مَسِيرَةُ شَهْرٍ، مَاؤُهُ أَبْيَضُ مِنَ اللّ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ به د ده لپاره یو حوض وي چې اوږدوالی به یې د یوې میاشتې واټن په اندازه وي او عرض به یې هم همدا...

له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «يَقْبِضُ اللَّهُ الأَرْضَ، وَيَطْوِي السَّمَوَاتِ بِيَمِينِهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا المَلِكُ، أَيْنَ مُلُوكُ الأَرْضِ». «الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان».

له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې راغی چې ما د خپلو کالیو صندق په یوې تکې سره پوښلی و چې انځورونه پکې وو، نو کله یې چې ولیده بده یې وګڼله، رنګ یې تغیر شو او ویې فرمایل: «يَا عَائِشَةُ، أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا عِنْدَ اللهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُونَ بِخَلْقِ اللهِ» «ای عائشې د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب هغه چاته ورکول کیږي چې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي» عائشې وویل: نو هغه تکه (ټوکر) مو څېري کړ او یو یا دوه بالښتونه مو ترې جوړ کړل».

له أبوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به عیسې زوی د مریمې په عدالت قایمولو سره راښکته شي، صلیب به مات کړي او خنزیر به ووژني، جزیه به وټاکي، او مال به دومره پراخه شي چې هېڅوک به یې (د صدقې په حېث) نه قبلوي».

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِعَمِّهِ: «قُلْ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، أَشْهَدُ لَكَ بِهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ»، قَالَ: لَوْلَا أَنْ تُعَيِّرَنِي قُرَيْشٌ، يَقُولُونَ: إِنَّمَا حَمَلَهُ عَلَى ذَلِكَ الْجَزَعُ لَأَقْرَرْتُ بِهَا عَيْنَكَ. فَأَنْزَلَ اللهُ: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ } [القصص: 56]. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل کاکا ته وویل: « (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) ووایه، زه به درته د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ ګواهي ورکړم»، وایي: که چېرته قریشو پېغور نه راکاوه او نه یې ویل: چې سختۍ - د مرګ وېرې او کمزورۍ - دې کار ته اړ وېسته نو ستا سترګې به مې پدې سره یخې کړې وې، نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ} [القصص: 56]. یعنې: بېشكه ته هدایت نشې كولى هغه چا ته چې ته يې خوښوې، او لېكن الله هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او هغه ښه عالم دى په هدایت موندونكو باندې)

له عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «حَوْضِي مَسِيرَةُ شَهْرٍ، مَاؤُهُ أَبْيَضُ مِنَ اللَّبَنِ، وَرِيحُهُ أَطْيَبُ مِنَ المِسْكِ، وَكِيزَانُهُ كَنُجُومِ السَّمَاءِ، مَنْ شَرِبَ مِنْهَا فَلاَ يَظْمَأُ أَبَدًا». "زما حوض د یوې میاشتې واټن - په اندازه اوږد او پراخ - دی، اوبه یې د شېدو څخه سپینې دي، او بوی یې له مشکو څخه غوره دی، جامونه یې د اسمان د ستورو په څېر دي، څوک چې له هغې څخه وڅښي هېڅکله به تږی نشي".

له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «يُؤْتَى بِالْمَوْتِ كَهَيْئَةِ كَبْشٍ أَمْلَحَ، فَيُنَادِي مُنَادٍ: يَا أَهْلَ الجَنَّةِ، فَيَشْرَئِبُّونَ وَيَنْظُرُونَ، فَيَقُولُ: هَلْ تَعْرِفُونَ هَذَا؟ فَيَقُولُونَ: نَعَمْ، هَذَا المَوْتُ، وَكُلُّهُمْ قَدْ رَآهُ، ثُمَّ يُنَادِي: يَا أَهْلَ النَّارِ، فَيَشْرَئِبُّونَ وَيَنْظُرُونَ، فَيَقُولُ: وهَلْ تَعْرِفُونَ هَذَا؟ فَيَقُولُونَ: نَعَمْ، هَذَا المَوْتُ، وَكُلُّهُمْ قَدْ رَآهُ، فَيُذْبَحُ ثُمَّ يَقُولُ: يَا أَهْلَ الجَنَّةِ خُلُودٌ فَلاَ مَوْتَ، وَيَا أَهْلَ النَّارِ خُلُودٌ فَلاَ مَوْتَ، ثُمَّ قَرَأَ: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ} [مريم: 39]، وَهَؤُلاَءِ فِي غَفْلَةٍ أَهْلُ الدُّنْيَا {وَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ} [مريم: 39]». "مرګ به د یو برګ پسه په څېر راوستل شي، یو اواز کوونکی به غږ وکړي: اې جنتیانو، دوی به غړۍ او سرونه راپورته کړي او ګوري به، وبه وایي: آیا تاسو دا پیېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دی، پداسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و، بیا به آواز وکړي: اې دوزخيانو، نو غړۍ او سرونه به راپورته کړي او ګوري به، وبه وایي: او آيا تاسو دا پېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دى، په داسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و، نو حلال به کړای شي، بیا به ووایي: اې جنتیانو، تلپاتې اوسئ؛ مرګ نشته، او اې دوزخیانو تلپاتې اوسئ مرګ نشته، بیا یې - دا آیت - ولوست: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ} [مريم: 39] او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي، او دوی د دنیا خلک په غفلت کې دي {وَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ} او دوى ایمان نه راوړي».

له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې هغه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې وییل یې: «لَو أَنَّكُمْ تَتَوَكَّلُونَ عَلَى اللهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ، لَرَزَقَكُمْ كَمَا يَرْزُقُ الطَّيْرَ، تَغْدُو خِمَاصًا وَتَرُوحُ بِطَانًا». «که چېرته تاسو په الله تعالی په حقه سره توکل وکړئ، نو داسې روزي به درکړي لکه څرنګه یې چې یو مرغه (الوتونکي) ته ورکوي، چې سهار مهال خالي نس - له ځالې - وځي او ماښام مهال بېرته په ډک نس سره - خپلې ځالې ته - راګرځي.

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «يُسَلِّمُ الرَّاكِبُ عَلَى المَاشِي، وَالمَاشِي عَلَى القَاعِدِ، وَالقَلِيلُ عَلَى الكَثِيرِ». «سپور به په پیاده، پياده به په ناست او کم به په ډېرو سلام اچوي».

له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی: عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيمَا رَوَى عَنِ اللهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى أَنَّهُ قَالَ: «يَا عِبَادِي إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي، وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّمًا، فَلَا تَظَالَمُوا، يَا عِبَادِي كُلُّكُمْ ضَالٌّ إِلَّا مَنْ هَدَيْتُهُ، فَاسْتَهْدُونِي أَهْدِكُمْ، يَا عِبَادِي كُلُّكُمْ جَائِعٌ إِلَّا مَنْ أَطْعَمْتُهُ، فَاسْتَطْعِمُونِي أُطْعِمْكُمْ، يَا عِبَادِي كُلُّكُمْ عَارٍ إِلَّا مَنْ كَسَوْتُهُ، فَاسْتَكْسُونِي أَكْسُكُمْ، يَا عِبَادِي إِنَّكُمْ تُخْطِئُونَ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَأَنَا أَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا فَاسْتَغْفِرُونِي أَغْفِرْ لَكُمْ، يَا عِبَادِي إِنَّكُمْ لَنْ تَبْلُغُوا ضَرِّي فَتَضُرُّونِي، وَلَنْ تَبْلُغُوا نَفْعِي فَتَنْفَعُونِي، يَا عِبَادِي لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ كَانُوا عَلَى أَتْقَى قَلْبِ رَجُلٍ وَاحِدٍ مِنْكُمْ مَا زَادَ ذَلِكَ فِي مُلْكِي شَيْئًا، يَا عِبَادِي لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ كَانُوا عَلَى أَفْجَرِ قَلْبِ رَجُلٍ وَاحِدٍ مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِنْ مُلْكِي شَيْئًا، يَا عِبَادِي لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ قَامُوا فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ فَسَأَلُونِي فَأَعْطَيْتُ كُلَّ إِنْسَانٍ مَسْأَلَتَهُ مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِمَّا عِنْدِي إِلَّا كَمَا يَنْقُصُ الْمِخْيَطُ إِذَا أُدْخِلَ الْبَحْرَ، يَا عِبَادِي إِنَّمَا هِيَ أَعْمَالُكُمْ أُحْصِيهَا لَكُمْ ثُمَّ أُوَفِّيكُمْ إِيَّاهَا، فَمَنْ وَجَدَ خَيْرًا فَلْيَحْمَدِ اللهَ، وَمَنْ وَجَدَ غَيْرَ ذَلِكَ فَلَا يَلُومَنَّ إِلَّا نَفْسَهُ». له پيغمبر – صلی الله علیه وسلم – څخه – په هغه څه کې چې هغه یې له خپل رب څخه روایتوي چې هغه فرمایلي دي: «اې زما بندګانو، ما پر خپل ځان ظلم حرام کړی دی او ستاسو تر منځه مې هم حرام ګرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ ، اې زما بنده ګانو تاسو ټول ګمراه یاست مګر هغه څوک چې ما ورته هدایت کړی دی، نو زما څخه هدایت وغواړئ زه به تاسو ته هدایت وکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو ټول وږي یاست مګر هغه څوک چې ما موړ کړی دی، نو زما څخه روزي وغواړئ زه به تاسو ته روزي درکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو ټول بربنډ یاست مګر هغه څوک چې ما پټ کړی دی، نو زما څخه جامې وغواړئ زه به تاسو پټ کړم، اې زما بنده ګانو تاسو شپه او ورځ ګناهونه کوئ او زه ټول ګناهونه بخښم، نو زما څخه بخښنه وغواړئ زه به تاسو ته بخښنه وکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو زما ضرر ته نه شئ رارسیدلی چې ماته ضرر راورسوئ، او نه زما ګټې ته رارسیدلی شئ چې ماته ګټه راورسوئ، اې زما بنده ګانو! که چېرته مخکني او وروستني ستاسو، انسانان او پېریان ستاسو ټول د یو تر ټولو تقوا لرونکي انسان په زړه باندې شي، نو زما په پادشاهۍ کې به هېڅ شی زیات نه شي. اې زما بنده ګانو! که چېرته مخکیني او وروستني ستاسو، انسانان او پېریان ستاسو؛ ټول په یو میدان کې ودریږي او زما څخه سوال وکړي او هر یو ته د هغه د غوښتنې مطابق ورکړم؛ نو هېڅ شی به کم نه شي له هغه څه نه چې ما سره دي مګر د ګنډلو د یوې ستنې په اندازه چې په دریاب کې وټومبل شي، اې زما بنده ګانو! یقینا دا ستاسو عملونه دي زه یې تاسو ته حسابوم بیا یې تاسو ته درسپارم، نو چا چې خیر وموند نو د الله ستاینه دې وکړي او چا چې پرته لدې بل څه وموندل نو یوازې خپل ځان دې ملامته کړي».

له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي: «اتَّقُوا الظُّلْمَ، فَإِنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَاتَّقُوا الشُّحَّ، فَإِنَّ الشُّحَّ أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، حَمَلَهُمْ عَلَى أَنْ سَفَكُوا دِمَاءَهُمْ وَاسْتَحَلُّوا مَحَارِمَهُمْ». "له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه چې ظلم د قيامت په ورځ تيارې دي او له بخل څخه ځان وساتئ، ځکه چې بخل له تاسو څخه مخکې خلک هلاک کړي دي، دېته یې اړ ویستلي چې خپلو کې وینې توی کړي او د الله جل جلاله محرمات ځانته حلال وګرځوي".

له ابو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ اللهَ لَيُمْلِي لِلظَّالِمِ، حَتَّى إِذَا أَخَذَهُ لَمْ يُفْلِتْهُ» قَالَ: ثُمَّ قَرَأَ: «{وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ}[هود: 102]» «بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي» بیا یې (دا آیت) ولوست: {وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ} [هود: 102]» «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيمَا يَرْوِي عَنْ رَبِّهِ عَزَّ وَجَلَّ قَالَ: قَالَ: «إِنَّ اللهَ كَتَبَ الْحَسَنَاتِ وَالسَّيِّئَاتِ، ثُمَّ بَيَّنَ ذَلِكَ، فَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كَتَبَهَا اللهُ لَهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً كَامِلَةً، فَإِنْ هُوَ هَمَّ بِهَا فَعَمِلَهَا كَتَبَهَا اللهُ لَهُ عِنْدَهُ عَشْرَ حَسَنَاتٍ إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ، إِلَى أَضْعَافٍ كَثِيرَةٍ، وَمَنْ هَمَّ بِسَيِّئَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كَتَبَهَا اللهُ لَهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً كَامِلَةً، فَإِنْ هُوَ هَمَّ بِهَا فَعَمِلَهَا كَتَبَهَا اللهُ لَهُ سَيِّئَةً وَاحِدَةً». له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روایت دی په هغه څه كې چې هغه له خپل رب څخه روايت كوي، فرمایي: «په حقيقت كې الله جل جلاله ښه او بد ليكلي، بيا يې بيان کړي دي، نو چا چې د نيکۍ اراده وکړه خو یې ونه کړه، الله تعالی به د هغه لپاره پوره نيکي وليکي، او که چېرته یې اراده وکړه او عمل یې پرې هم وکړ نو الله تعالی به ورته لس نیکۍ تر اوه سوه چنده، او څو چنده زیاتې ولیکي، او چا چې د بدۍ اراده وکړه خو عمل یې پرې ونه کړ نو الله تعالی به یې ورته د ځان سره پوره نیکي ولیکي، خو که چېرته یې د بدۍ اراده وکړه او عملي یې کړه نو الله تعالی به ورته یوه بدي ولیکي».