له جندب رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم قبل أن يموت بخمسٍ وهو يقول: «إني أبرأ إلى الله أن يكون لي منكم خليلٌ، فإن الل...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په نزد د خپلې مرتبې په اړه خبر ورکوي چې هغه د مینې تر ټولو لوړې مرتبې ته رسېدلې ده، لکه څرنګه چې ابراهیم علی...
رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپل اصحاب لېږل تر څو هېڅ "مجسمه" له ورانولو پرته پرې نږدي - او له مجسمې څخه مراد د هر سا لرونکي شي انځور دی؛ هغه که مج...
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، -ث...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د بد فال نیونې په اړه خبرداری ورکړی دی، او هغه بد انګېرل دي که هغه له اورېدلو څخه وي یا د لیدلو څخه، او یا له مرغانو، حیو...
له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَطَيَّرَ أَوْ تُطُيِّرَ لَهُ، أَوْ تَكَه...
رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل امت څخه هغو کسانو ته پدې وینا سره خبرداری ورکوي چې ځینې کړنې یې کړي وي، فرمایي چې: "زمونږ څخه ندي" هغه خلک چې:...
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا عَدْوَى، وَلَا طِيَرَةَ، وَيُعْجِبُنِي الْفَأْلُ» قَالَ قِيلَ:...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د جاهلیت د وخت د خلکو هغه باور باطل دی چې ګمان به یې کاوه ساري ناروغي په خپله بل چا ته د الله جل جلاله له ار...
له جندب رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم قبل أن يموت بخمسٍ وهو يقول: «إني أبرأ إلى الله أن يكون لي منكم خليلٌ، فإن الله تعالى قد اتخذني خليلًا، كما اتخذ إبراهيم خليلًا، ولو كنت متخذًا من أمتي خليلًا لاتخذت أبا بكر خليلًا، ألا وإن من كان قبلكم كانوا يتخذون قبور أنبيائهم وصالحيهم مساجد، ألا فلا تتخذوا القبور مساجد، إني أنهاكم عن ذلك».
ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه پنځه ورځې مخکې ترې واورېدل چې ویل یې: « زه الله تعالی ته بېزاري ښایم لدې چې ستاسو څخه دې څوک په خالصې دوستۍ ونیسم، ځکه چې الله تعالی زه په خالصې دوستۍ نیولی یم، لکه څرنګه یې چې ابراهیم په خالصې دوستۍ نیولی دی او که چېرته ما څوک په خالصې دوستۍ نیولی نو خامخا به مې ابو بکر نیولی و، خبردار اوسئ چې ستاسو نه مخکې خلکو د خپلو پیغمبرانو او نېکانو له قبرونو څخه جوماتونه جوړ کړي وو، خبردار اوسئ چې له قبرونو څخه جوماتونه جوړ نه کړئ، زه تاسو لدې څخه منع کوم».
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، -ثلاثًا-»، وَمَا مِنَّا إِلَّا، وَلَكِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يُذْهِبُهُ بِالتَّوَكُّلِ.
«بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی،- درې ځلې» او زموږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر دا چې، الله جل جلاله یې په توکل سره له منځه وړي.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا عَدْوَى، وَلَا طِيَرَةَ، وَيُعْجِبُنِي الْفَأْلُ» قَالَ قِيلَ: وَمَا الْفَأْلُ؟ قَالَ: «الْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ».
«نه د ناروغۍ لېږد شته، نه بد فال نیونه او (نیک) فال نیول مې خوښيږي، هغوی وويل فال څه شی دی؟ ویې فرمایل: «نېکه وینا».
له عقبة بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ډله راغله، نو هغه له نهو سره بیعت وکړ او یو ته یې د بیعت لاس ورنکړ، هغوی وویل: ای د الله رسوله، له نهو سره دې بیعت وکړ او دا دې پرېښود؟ هغه وفرمایل: «إِنَّ عَلَيْهِ تَمِيمَةً» «هغه تعویذ ځړولی دی» هغه لاس دننه کړ او تعویذ یې پرې کړ، نو بیعت یې ورسره وکړ او ویې فرمایل «مَنْ عَلَّقَ تَمِيمَةً فَقَدْ أَشْرَكَ».
«چا چې تعویذ وځړاوه نو یقینا چې شرک یې وکړ».
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «إنَّ الرُّقَى والتَمائِمَ والتِّوَلَةَ شِرْكٌ
«بېشکه (شرکي) دمونه، بندونه او تعویذونه (یا کوډې کول ) شرک دی».
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو مېرمنو څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ أَتَى عَرَّافًا فَسَأَلَهُ عَنْ شَيْءٍ لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلَاةٌ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً».
«څوک چې غیب ویونکي ته لاړ شي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو شپو لمونځ یې نه قبلیږي».
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له یوه سړي څخه یې واورېدل چې ویل یې: نه؛ قسم په کعبه، نو ابن عمر وویل: له الله پرته په بل څه قسم نه خوړل کیږي، یقینا چې ما له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللهِ فَقَدْ كَفَرَ أَوْ أَشْرَكَ».
"څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ".
له بریدة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا».
«چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی».