- د باران له ورېدو وروسته د دې وینا ویل مستحب دي چې ( ووایي ): د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران اورېدلی دی.
- څوک چې د باران ورښت او نورو نعمتونو د پیدایښت او رامنځته کولو نسبت ستوري ته وکړي نو دی په لوی کفر سره کافر دی، او که چېرته یې لدې امله دې شیانو ته نسبت وکړ چې دا یې سبب دی، نو دی په کوچني کفر سره کافر شوی دی، ځکه چې - ستوری - یې نه شرعي سبب دی او نه حسي.
- یو نعمت هغه مهال د کفر لامل ګرځي کله یې چې ناشکري وشي او هغه مهال د ایمان لامل ګرځي کله چې پرې شکر ووېستل شي.
- د دې وینا ممانعت چې وویل شي "د فلاني ستوري - د راښکاره کېدو - له امله پر مونږ باران وشو" که څه هم د چا موخه ورڅخه وخت وي، تر څو د شرک مخنیوی وشي.
- دا فرض دي چې د نعمتونو د ترلاسه کولو او مصیبتونو د دفع کولو په اړه زړه د الله تعالی سره تعلق ولري. ( یعنې دا باور باید شتون ولري چې دا ټول کارونه الله تعالی کوي).