- پر الله جل جلاله توکل او د الله په اراده او تقدیر ایمان درلودل واجب دي او د فال، بد شګون، جادو، کوډو او یا پدې اړه له کوډګرو او جادوګرو څخه د پوښتنې کولو حراموالی.
- د غیب د علم دعوه شرک دی کوم چې له توحید سره په ټکر کې دی.
- په کوډګرو او جادوګرو باور کول او هغوی ته د ورتللو حراموالی او هغه څه چې د کف شناسۍ، پیالې، په برجونو کې لیدل او داسې نور دي هم همدا حکم لري، که څه هم یوازې د لیدلو په خاطر وي (یعنې باور ورسره نه وي).