- د ابوبکر صدیق رضي الله عنه فضیلت او دا چې هغه د صحابه کرامو تر ټولو غوره او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مرګ نه وروسته د هغه د ځای ناستي لپاره تر ټولو وړ کس دی.
- پر قبرونو د جوماتونو جوړول د پخوانیو امتونو له ناوړه کارونو څخه دي.
- له قبرونو څخه د عبادتځایونو لپاره د کار اخیستلو څخه ممانعت - چې لمونځ ورسره وشي او یا ورته وشي او جوماتونه او ګمبدې پرې جوړې شي، تر څو خلک لدې امله په شرک کې واقع نه شي.
- په نېکانو کې له مبالغې کولو څخه خبرداری؛ ځکه چې د شرک لامل ګرځي.
- د هغه څه جديت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبرداری ورکړی و، لکه څرنګه چې هغه له خپل مرګ څخه پنځه شپې وړاندې پرې ټینګار کړی و.