- په یوې خبرې د ټینګار له امله قسم کول روا دي که څه هم چا قسم نه وي ورکړی او د راتلونکي پوري اړه ولري.
- له قسم یادولو وروسته "إن شاء الله " ویل جایز دي،
- د قسم نه وروسته د "ان شاء الله" په ویلو سره استثناء کول روا دي او که د قسم سره یو ځای د استثناء نیت وشي او د دواړو تر منځه واټن نه وي نو په قسم ماتوونکي کفاره نشته.
- قسم ماتولو ته هڅول؛ کله چې ورته د قسم خلاف کار خیر او غوره معلوم شي (نو هغه کار به کوي) او د قسم کفاره به ورکوي.