له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ، فَلْيَنْظُر أَحَدُكُم مَنْ يُخَالِل»....
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې انسان په خپلو اخلاقو او عاداتو کې له خپل مخلص دوست او ملګري سره مشابهت لري او دوستي په اخلاقو، سلوک او کړنو...
له تمیم الداری رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الأَمْرُ مَا بَل...
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې دا دین به د ځمکې ټولې برخې وپوښي، هر هغه ځای ته چې شپه او ورځ رسېدلي دا دین به ور ورسیږي. او الله تعالی به ښارو...
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَا يَسْمَعُ بِي أَحَدٌ مِنْ هَذِه...
رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم یادوي چې لدې امت څخه چې هر یهودي یا نصراني او یا بل چاته د نبي صلی الله علیه وسلم بلنه ورسیږي او بیا مړ شي پداسې حال...
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د عقبه جمرې (لویي جمرې) په سهار په داسې حال کې چې په اوښ سپور و وفرمایل...
ابن عباس رضي الله عنهما فرمایي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په حجة الوداع کې د قربانۍ په ورځ د جمرة العقبې د ویشتلو په سهار و. نو امر یې...
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «هلك المُتَنَطِّعُون» قالها ثلاثًا.
«تشدد کوونکي هلاک...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه افراطیانو د مایوسۍ او زیان په اړه خبر ورکوي چې له هدایت او علم پرته افراطیت کوي، او دا چې دوی په دنیا او آخرت، وینا...
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ، فَلْيَنْظُر أَحَدُكُم مَنْ يُخَالِل».
"یو سړی د خپل ملګري د دین پیروي کوي، نو په تاسو کې دې څوک وګوري چې له چا سره خالصه ملګرتیا کوي".
له تمیم الداری رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ، وَلَا يَتْرُكُ اللهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللهُ هَذَا الدِّينَ، بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ، عِزًّا يُعِزُّ اللهُ بِهِ الإِسْلَامَ، وَذُلًّا يُذِلُّ اللهُ بِهِ الكُفْرَ»
«دا دین به تر هغه ځای ورسیږي چېرته چې شپه او ورځ رسېدلي او الله تعالی به په ښارونو او کلیو کې هېڅ داسې کور پرې نه ږدي مګر دا چې دا دین به ورننباسي د عزت لرونکي په عزت او د ذلیل انسان په ذلت سره؛ داسې عزت چې الله پرې اسلام لوړ او کفر پرې سپک او ذلیل کړي" او تميم داري به وییل: دا مې په خپلې کورنۍ ولېدل؛ زما د اهل بيتو له جملې څخه چې چا اسلام قبول کړی و خیر، شرافت او عزت یې تر لاسه کړ، او څوک چې له دوی څخه کافران وو، نو له ذلت، سپکاوي او جزیي سره مخ شول».
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَا يَسْمَعُ بِي أَحَدٌ مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ يَهُودِيٌّ وَلَا نَصْرَانِيٌّ، ثُمَّ يَمُوتُ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ إِلَّا كَانَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ».
«قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې دی، له دې امت څخه چې هر څوک؛ که هغه یهودي وي یا نصراني، زما په اړه خبره شي، او بیا پداسې حال کې مړ شي چې په هغه څه یې ایمان نه وي راوړی چې زه پرې رالېږل شوی یم، مګر دا چې هغه به له دوزخیانو څخه شي».
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «هلك المُتَنَطِّعُون» قالها ثلاثًا.
«تشدد کوونکي هلاک شول» درې ځلې یې وویل.
له عدی بن حاتم رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الْيَهُودُ مَغْضُوبٌ عَلَيْهِمْ، وَالنَّصَارَى ضُلَّالٌ».
«یهودیان هغه څوک دي چې غضب کړای شوي او نصارا ګمراهان دي».
له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: «كَتَبَ اللهُ مَقَادِيرَ الْخَلَائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، قَالَ: وَعَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ».
«الله د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیر لیکلی دی، وایې: پداسې حال کې چې عرش یې د اوبو له پاسه و».
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الْجَنَّةُ أَقْرَبُ إِلَى أَحَدِكُمْ مِنْ شِرَاكِ نَعْلِهِ، وَالنَّارُ مِثْلُ ذَلِكَ».
"جنت ستاسو څخه یو تن ته د هغه د بوټانو له تسمې څخه ډیر نږدې دی او دوزخ هم همداسې دی".
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «حُجِبَتِ النَّارُ بِالشَّهَوَاتِ، وَحُجِبَتِ الْجَنَّةُ بِالْمَكَارِهِ».
"دوزخ په خواهشاتو سره پوښل شوی دی، او جنت په سختیو سره پوښل شوی دی ".
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «نَارُكُمْ جُزْءٌ مِنْ سَبْعِينَ جُزْءًا مِنْ نَارِ جَهَنَّمَ»، قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنْ كَانَتْ لَكَافِيَةً. قَالَ: «فُضِّلَتْ عَلَيْهِنَّ بِتِسْعَةٍ وَسِتِّينَ جُزْءًا كُلُّهُنَّ مِثْلُ حَرِّهَا».
«ستاسو اور د جهنم د اور له اويا برخو څخه يوه برخه ده " وویل شو: اې د الله رسوله! که څه هم - د دنیا اور د خلکو د تعذیب لپاره - بسنه کوله! هغه وفرمایل: د آخرت اور ته د دنیا د اور په پرتله نهه شپېته درجې زیات تودوالی ورکړل شوی دی، چې هره درجه یې په تودوالي کې د دنیا د اور په څېر ده».