- د مسلمانانو لپاره ښه زېری چې د ځمکې په ټولو برخو کې به د دوی دین خپور شي.
- د اسلام او مسلمانانو لپاره عزت او د کفر او کافرانو لپاره ذلت دی.
- په دې کې د نبوت له ثبوتونو څخه یو ثبوت او له نښو څخه یې یوه نښانه ده چې هغه څه پېښ شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبر ورکړی و.