- ټولې نړۍ ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د پيغام عموميت او د هغه د پيروۍ کولو وجوب، او د هغه په شريعت سره د نورو ټولو شریعتونو منسوخېدل.
- څوک چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم کافر شو، د هغه دا ادعا ورته ګټه نه رسوي چې په نورو پیغمبرانو علیهم السلام یې ایمان راوړی دی.
- چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه نه وي اورېدلي او د اسلام بلنه ورته نه وي رسېدلې، هغه معذور دی او په اخرت کې یې چاره د الله تعالی سره ده.
- اسلام د انسان لپاره ګټور تمامیږي که څه هم له مرګ څخه لږ مخکې وي، ولو که د سختې ناروغۍ پر مهال هم وي، خو مخکې لدې چې روح مرۍ ته نه وي رارسیدلی.
- د کافرانو دین سم ګڼل - چې یهود او نصارا هم له دوی څخه دي - کفر دی.
- - په حدیث کې - له یهودي او مسیحي څخه یادونه بل هر چا ته خبرداری دی؛ ځکه چې یهود او نصاری کتاب لري، نو کله چې د دوئ حال داسې وي، نو نور هغه کسان چې کتاب نه لري، په طریقه اولی د دې عذاب مستحق دي، ځکه چې ټول باید د هغه په دین کې داخل شي او د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي وکړي.