الْجَنَّةُ أَقْرَبُ إِلَى أَحَدِكُمْ مِنْ شِرَاكِ نَعْلِهِ، وَالنَّارُ مِثْلُ ذَلِكَ».
"جنت ستاسو څخه یو تن ته د هغه د بوټانو له تسمې څخه ډیر نږدې دی او دوزخ هم همداسې دی...
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الْجَنَّةُ أَقْرَبُ إِلَى أَحَدِكُمْ مِنْ شِرَاكِ نَعْلِهِ، وَالنَّارُ مِثْلُ ذَلِكَ».
"جنت ستاسو څخه یو تن ته د هغه د بوټانو له تسمې څخه ډیر نږدې دی او دوزخ هم همداسې دی".
بخاري روايت کړی دی
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې جنت او دوزخ انسان ته دومره نږدې دي لکه د پښې پر څټ د بوټانو تسمې چې نږدې دي، ځکه چې کله هغه داسې یو عمل وکړي چې الله جل جلاله پرې خوښیږي، نو له امله یې جنت ته ځي او يا ګناه وکړي چې له امله یې دوزخ ته ځي.
Hadeeth benefits
ښه کار ته هڅول که لږ هم وي او له بد کار څخه وېرول که لږ هم وي.
مسلمان باید په خپل ژوند کې امید او وېره سره یوځای کړي، او تل له الله تعالی څخه وغواړي چې په حق یې ثابت ولري، ترڅو نجات ومومي او په خپل حال مغرور نه شي.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others