د مؤمنانو له مور ام سلمه رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «سَتَكُونُ أُمَرَاءُ فَتَعْرِفُونَ وَتُنْكِرُونَ، فَمَنْ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې پر موږ به واکمنان وګمارل شي، چې مونږ به یې ځیني عملونه پيژنو؛ چې د شریعت سره سمون لري، او د دوی له ځینو کارو...
له ابن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «سَتَكُونُ أَثَرَةٌ وَأُمُورٌ تُنْكِرُونَهَا» قَالُوا: يَا رَسُولَ ا...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې په مسلمانانو به داسې حاکمان وګمارل شي چې د مسلمانانو په مال او نورو دنیاوي چارو باندې به انحصار کوي، په خپله...
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كُلُّكُمْ رَاعٍ فَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالأَمِير...
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په ټولنه کې هر مسلمان مسؤلیت لري چې باید په غاړه يې واخلي. واکمن د هغه څه د ساتنې مسوول دي چې الله ورسپارلي...
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په خپل دې کور کې اورېدلي دي چې وییل یې: «اللَّهُمَّ مَنْ وَلِيَ م...
رسول الله صلى الله عليه وسلم د هر هغه چا لپاره (بد دعایي) خېرا کړېده چې د مسلمانو له چارو څخه یې د یوې مسؤوليت پر غاړه واخلي، هغه که کوچنی وي یا لوی،...
له تمیم الداري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الدِّينُ النَّصِيحَةُ» قُلْنَا: لِمَنْ؟ قَالَ: «لِلهِ وَلِكِتَاب...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د دین بنسټ په اخلاص او صداقت ولاړ دی، تر دې چې په هغه ډول بشپړ ادا شي لکه څرنګه چې الله تعالی لازم کړی دی،...

د مؤمنانو له مور ام سلمه رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «سَتَكُونُ أُمَرَاءُ فَتَعْرِفُونَ وَتُنْكِرُونَ، فَمَنْ عَرَفَ بَرِئَ، وَمَنْ أَنْكَرَ سَلِمَ، وَلَكِنْ مَنْ رَضِيَ وَتَابَعَ» قَالُوا: أَفَلَا نُقَاتِلُهُمْ؟ قَالَ: «لَا، مَا صَلَّوْا». «ژر دی چې تاسو به واکمنان وګورئ نو له ځینو کارونو سره به یې تاسو بلد یاست او ځینې نور به یې ردوئ، نو چا چې وپېژندل خلاص شو، او چا چې انکار وکړ نو هغه جوړ پاتې شو، خو هغه څوک چې پرې خوشحاله شو او پيروي یې وکړه» نو هغوی وویل: آیا مونږ ورسره ونه جنګیږو؟ هغه وفرمایل: نه، تر څو چې لمونځ کوي».

له ابن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «سَتَكُونُ أَثَرَةٌ وَأُمُورٌ تُنْكِرُونَهَا» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «تُؤَدُّونَ الحَقَّ الَّذِي عَلَيْكُمْ، وَتَسْأَلُونَ اللَّهَ الَّذِي لَكُمْ». «داسې ځان غوښتونکي او چارې به وي چې تاسو یې نه خوښوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، ته موږ ته په څه امر کوې؟ هغه وفرمایل: تاسو به هغه حق ادا کوئ چې پر تاسو دی، او خپل حق به له الله جل جلاله څخه غواړئ».

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كُلُّكُمْ رَاعٍ فَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ، وَالعَبْدُ رَاعٍ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ، أَلاَ فَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ». «په تاسو کې هر یو ساتونکی او د خپل رعیت مسؤول دی، څوک چې په خلکو باندې واکمن وي هغه ساتونکی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري او یو سړی د خپلې کورنۍ د خلکو ساتونکی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري او ښځه د خپل میړه د کور او د هغه د اولادونو ساتونکې ده او د ساتنې مسؤولیت یې لري او خادم د خپل مالک د مال ساتونکی او د هغه مسؤول دی، خبردار اوسئ چې ستاسو هر یو مسوولیت لري او هر یو ستاسو څخه د خپل رعیت مسوول دی».

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په خپل دې کور کې اورېدلي دي چې وییل یې: «اللَّهُمَّ مَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَشَقَّ عَلَيْهِمْ فَاشْقُقْ عَلَيْهِ، وَمَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَرَفَقَ بِهِمْ فَارْفُقْ بِهِ». «یا الله ! څوک چې زما د امت د چارو مسوولیت په غاړه واخلي او له هغوی سره سختي وکړي نو سختي پرې راوله، او چا چې چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او په نرمۍ یې ورسره چلند وکړ، نو پرې مهربانه شه».

له تمیم الداري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الدِّينُ النَّصِيحَةُ» قُلْنَا: لِمَنْ؟ قَالَ: «لِلهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ». "دین نصیحت دی" مونږ وویل: د چا لپاره؟ هغه وفرمایل: "د الله لپاره، د هغه د کتاب لپاره، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانو چارواکو او د دوی عامو خلکو ته".

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې وایي: تَلَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَذِهِ الْآيَةَ: {هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ، وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ، وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} [آل عمران: 7]. قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَإِذَا رَأَيْتِ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ فَأُولَئِكَ الَّذِينَ سَمَّى اللهُ، فَاحْذَرُوهُمْ». رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ، وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ، وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} [آل عمران: 7]. یعنې : (دى هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په ده كې ځينې محكم (ښكاره مراد والا) آیتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو (آیتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټولو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه آیتونه)زمونږ د رب له جانبه دي، او پند نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان). عائشه رضي الله عنها وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله دې چې هغه کسان ولیدل چې لدې آیتونو څخه د متشابهاتو پسې ګرځي نو همدوی هغه کسان دي چې الله تعالی یې یادونه کړې ده نو ځان ترې وساتئ».

له ابو سعید الخدري -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اوریدلي دي چې ویل یې: «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ»، « له تاسو څخه چې چا ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره، او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره، او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»،

له نعمان بن بشیر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَثَلُ القَائِمِ عَلَى حُدُودِ اللَّهِ وَالوَاقِعِ فِيهَا، كَمَثَلِ قَوْمٍ اسْتَهَمُوا عَلَى سَفِينَةٍ، فَأَصَابَ بَعْضُهُمْ أَعْلاَهَا وَبَعْضُهُمْ أَسْفَلَهَا، فَكَانَ الَّذِينَ فِي أَسْفَلِهَا إِذَا اسْتَقَوْا مِنَ المَاءِ مَرُّوا عَلَى مَنْ فَوْقَهُمْ، فَقَالُوا: لَوْ أَنَّا خَرَقْنَا فِي نَصِيبِنَا خَرْقًا وَلَمْ نُؤْذِ مَنْ فَوْقَنَا، فَإِنْ يَتْرُكُوهُمْ وَمَا أَرَادُوا هَلَكُوا جَمِيعًا، وَإِنْ أَخَذُوا عَلَى أَيْدِيهِمْ نَجَوْا، وَنَجَوْا جَمِيعًا». "د هغه چا مثال چې د الله جل جلاله له حدودو سره ودریږي او هغه څوک چې پکې ښکېل کیږي د هغه قوم په څېر دی چې په یوه کښتۍ کې قرعه اندازي وکړي، نو ځینو ته یې پورتنۍ برخه ورسیږي او ځینې نورو ته لاندینۍ برخه ورسیږي، نو هغه خلک چې په لاندې طبقه کې دي کله چې اوبو ته اړتیا پیدا کوي په پاسنیو خلکو تیریږي، نو (خپلو کې سره) ووایي: که چېرته موږ په خپله برخه کې سوری کړی وای نو پورته خلک به مو نه ازارول، نو که چېرته یې پریږدي چې هغه کار وکړي د کوم چې اراده لري نو ټول به هلاک شي، او که چېرته یې لاسنیوی وکړي ټول به وژغورل شي».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنَ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا، وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنَ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا». «چا چې د هدایت لورې ته بلنه ورکړه نو دومره ثواب یې کیږي لکه څومره چې د هدایت د پيروانو کیږي پداسې حال کې چې د هغوی له اجر او ثوابونو څخه هېڅ نه کمیږي، او چا چې ګمراهۍ ته بلنه ورکړه، نو دومره ګناه یې کیږي څومره چې د ګمراهۍ د پیروانو کیږي، پداسې حال کې چې د هغوی له ګناهونو څخه هېڅ نه کمیږي».

له ابو مسعود انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: إِنِّي أُبْدِعَ بِي فَاحْمِلْنِي، فَقَالَ: «مَا عِنْدِي»، فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَنَا أَدُلُّهُ عَلَى مَنْ يَحْمِلُهُ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِ فَاعِلِهِ». رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو سړى راغى، ويې ويل: (زما سپرلۍ مړه شوه او زه په لاره کې پاتې یم) نو ما په یوه سپرلۍ سپور کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «زه يې نه لرم»، نو یو سړي وویل: اې د الله جل جلاله رسوله! زه به یو څوک وروښایم هغه به یې سپور کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی».

له سهل بن سعد رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خېبر په ورځ وفرمایل: «لَأُعْطِيَنَّ هَذِهِ الرَّايَةَ غَدًا رَجُلًا يَفْتَحُ اللَّهُ عَلَى يَدَيْهِ، يُحِبُّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيُحِبُّهُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ»، قَالَ: فَبَاتَ النَّاسُ يَدُوكُونَ لَيْلَتَهُمْ أَيُّهُمْ يُعْطَاهَا، فَلَمَّا أَصْبَحَ النَّاسُ غَدَوْا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كُلُّهُمْ يَرْجُو أَنْ يُعْطَاهَا، فَقَالَ: «أَيْنَ عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ؟» فَقِيلَ: هُوَ يَا رَسُولَ اللَّهِ يَشْتَكِي عَيْنَيْهِ، قَالَ: «فَأَرْسِلُوا إِلَيْهِ»، فَأُتِيَ بِهِ فَبَصَقَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي عَيْنَيْهِ وَدَعَا لَهُ، فَبَرَأَ حَتَّى كَأَنْ لَمْ يَكُنْ بِهِ وَجَعٌ، فَأَعْطَاهُ الرَّايَةَ، فَقَالَ عَلِيٌّ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أُقَاتِلُهُمْ حَتَّى يَكُونُوا مِثْلَنَا؟ فَقَالَ: «انْفُذْ عَلَى رِسْلِكَ حَتَّى تَنْزِلَ بِسَاحَتِهِمْ، ثُمَّ ادْعُهُمْ إِلَى الإِسْلاَمِ، وَأَخْبِرْهُمْ بِمَا يَجِبُ عَلَيْهِمْ مِنْ حَقِّ اللَّهِ فِيهِ، فَوَاللَّهِ لَأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلًا وَاحِدًا، خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ يَكُونَ لَكَ حُمْرُ النَّعَمِ». «سبا ورځ به بیرغ هغه چاته ورکوم چې په لاسونو به یې الله فتح وکړي، دی هغه څوک دی چې د الله او د هغه د رسول سره مینه لري، او الله او رسول یې له هغه سره مینه لري»، وایې: خلکو شپه پداسې حال کې سبا کړه چې هر یو د دې تمه درلوده چې چاته به ورکول کیږي، نو کله چې خلکو سهار کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلل، هر یو یې تمه درلوده چې بیرغ ورکړل شي، نو هغه وفرمایل: «علي ابن ابي طالب چېرته دی؟» ورته وویل شو: هغه د خپلې سترګې څخه شکایت کوي، ویې ویل: «هغه ته یو څوک ورولیږئ» نو راوستل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په سترګو کې لیاړې تو کړې او دعا یې ورته وکړه، نو داسې روغ شو لکه هېڅ ناروغي یې چې نه درلوده، نو بیرغ یې ورکړ، علی وویل: اې د الله رسوله، آیا تر هغه ورسره وجنګیږم چې تر څو زموږ په څېر شي؟ نو هغه وفرمایل: په طبيعت دې ولاړ شه تردې چې د هغوی سيمې ته ورسېږې، بيا هغوی اسلام ته راوبله او د الله تعالی پر واجب حق يې خبر کړه، قسم په الله که چېرته ستا له امله الله يو سړي ته لار وښيي دا درته له سرو اوښانو غوره ده».

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَن تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ». "څوک چې له کوم قوم سره مشابهت وکړي نو دی له هغوی څخه دی".