- دا حدیث له بدیو څخه د منع کولو د مرتبو په بیانولو کې اصل دی.
- په تدریجي ډول له بدیو څخه د منع کولو حکم، هر یو د خپل توان او وړتیاوو سره سم.
- له بدیو څخه منع کول په دین کې هغه ستر باب دی چې - دا کار - له هیچا څخه نه ساقطیږي، او هر مسلمان پرې د خپلې وسې پورې مکلف دی.
- په نیکۍ امر کول او له بدیو څخه منع کول د ایمان له ځانګړتیاوو څخه دي، او ایمان زیاتیږي او کمیږي.
- له بدیو څخه د منع کولو لپاره پدې پوهېدل شرط دي چې نوموړی کار ناروا دی.
- له بدیو څخه د منع کولو لپاره شرط دا دی چې هغه باندې بل ستر ناروا عمل مرتب نه شي.
- له بدیو څخه منع کول آداب او شرایط لري چې مسلمان یې باید زده کړي.
- له بدیو څخه منع کول دیني پالیسۍ، پوهې او بصیرت ته اړتیا لري.
- په زړه سره د ګناه بد نه ګڼل د ایمان په کمزورتیا دلالت کوي.